د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د هیواد ټولو ادارو ته امر کړی چې په ونزویلا کې د ویجاړونکي او وژونکې زلزلې وروسته خلکو سره لازمې مرستې وکړي.
د ونزویلا څخه راغلیو شمیرو له مخې تر دې دمه چې دا راپور خپریږي، د تیرې شپې په زلزلې کې ۱۶۴ تنه وژل شوي او نږدې ۱۰۰۰ نور ژوبل شویدي خو د متحده ایالاتو د ځمکې پیژندنې ادارې وړاندوینه کړې چې ښایي په زلزلې کې تر ۱۰ زرو ډیر خلک مړه او ټپي شوي و.
د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د چارشنبې په ورځ جون ۲۵ د ټروت سوشل په ټولنیزې شبکې کې لیکلي، " متحده ایالات چمتو، لیوال او د مرستې کولو توان لري. د حکومت ټولو ادارو ته مې لارښوونه کړې چې ژر حرکت وکړي. مونږ د خپلو نویو او غوره ملګرو سره ولاړ یو. لومړني راپورونه ښه ندي".
په عین حال کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم د اکس په ټولنیزې شبکې کې لیکلي چې " امریکا د ونزویلا د ولس سره پدې سخت حالات کې ولاړه ده" او تر څنګ یې دا هم ویلي چې د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په لارښوونه به ونزویلا ته د ژغورنې او لټون ټیمونه او روغتیایي بشري امکانات واستوي.
د ونزویلا سر پرستې جمهور رئیسې دلسي رودریګز دا زلزله "ریښتینې غمیزه" بللې او ویلي چې د قربانیانو په ابتدایي شمیرو کې د لاګوایرا ایالت زلزله ځپلي ندي شامل چې خلکو ته تر ټولو ډیر زیان پکې رسیدلی دی.
میرمن رودریګز د پنجشنبې په سهار په تلویزیونې وینا کې وویل، " لسګونه لویدلې دي او مونږ اوس مهال د ژغورنې په جدي عملیاتو بوخت یو تر څو هر څومره چې امکان لري، د ډیرو انسانانو ژوند وژغورو".
د ونزویلا مشرې ویلي چې د حکومت تمرکز یې د مرستو رسولو او ژغورنې په عملیاتو باندې دی. هغې د یو شمیر هیوادونو د مرستندویه ټیمونو د رسیدو خبر هم ورکړی او د متحده ایالاتو په ګډون لدې هیوادونو مننه کړې.
په داسې حال کې چې د ژغورنې عملیات دوام لري، ډیلسي رودریګز د ۲۰۰ میلیونه ډالرو د بیارغونې د لومړني صندوق د جوړېدو اعلان وکړ. نوموړې وویل چې دغه پیسې به د پیسو نړیوال صندوق له سرچینو څخه برابرې شي او د زیانمنو زیربناوو، روغتونونو او کورونو د بیا رغونې لپاره به وکارول شي.
فورم \ دبحث خونه