د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: ایران کلکه ماتې خوړلې او جګړه به ژر پای ته ورسېږي

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوهایو په چیلواک کې یوې ټاکنیزې غونډې ته وویل چې ایران له متحدو ایالتونو سره په جګړه کې "په کلکه ماتې خوړلې" او ژر به دغه جګړه پای ته ورسېږي.

ټرمپ د چهارشنبې په ماښام [اکټوبر ۲۸مه] د ایران سره د جګړې د برخلیک په تړاو وویل: "اوس زه باید دا کار پای ته ورسوم. زه باید دا کار پای ته ورسوم او زه به یې ډېر ژر سرته ورسوم." هغه وویل، "هغوی [ایران] په بشپړه توګه ماتې خوړلې ده. موږ به دا کار پای ته ورسوو."

ولسمشر ټرمپ د ایران د پوځي وړتیاو له منځه وړلو ته اشاره وکړه او ویې ویل: "دوی نور سمندري ځواک نه لري. دوی هوایي ځواک نه لري. ایا تاسو پوهیږئ چې د دوی بحري ځواک چېرته دی؟ ټولې ۱۵۹ کښتۍ د سمندر په تل کې دي."

ټرمپ همدارنګه وویل: "د هغوی رادارونه ویجاړ شوي دي. د هغوی ټول د هوایي دفاع سیسټمونه ویجاړ شوي دي. هغوی لا هم توغندي لري خو د هغوی شمېر کم دی. هغه بې پیلوټه الوتکې چې دوی یې جوړوي هم له ستونزو سره مخ دي، ځکه چې دوی نور نشي کولی اړینه برېښنا چمتو کړي."

د خپلو څرګندونو په یوه بله برخه کې ټرمپ د متحدو ایالتونو او ایران تر منځ د شخړې تاریخ ته اشاره وکړه او ټینګار یې وکړ چې جګړه امریکا نه ده پیل کړې.

ټرمپ زیاته کړه: "نو موږ دا جګړه نه ده پیل کړې. دا جګړه باید زما له راتګ څخه ډېر وخت مخکې حل شوې وای. نورو ولسمشرانو یا نورو هېوادونو خو په ځانګړې توګه نورو ولسمشرانو باید دا کار کړی وای."

په خپلو خبرو کې ټرمپ یو ځل بیا د اټومي وسلو د ترلاسه کولو په برخه کې د ایران د مخنیوي پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل: "ایران به هېڅکله، هېڅکله اټومي وسله ونه لري. زه تاسو ته دا ویلی شم."

په همدې حال کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د چهارشنبې په ورځ په خپلې اېکس پاڼې کې لیکلي چې د ایران وسله وال ځواکونه د خپل هېواد دفاع ته چمتو خو تهران "د بریالیتوب لپاره دیپلوماسۍ ته چانس ورکولو ته دوام ورکوي."

عراقچي زیاته کړې: "موږ له منځګړو سره په نږدې او دوامداره اړيکه کې يو ترڅو پر هغو نظرونو غور وکړو چې زموږ د اوه ورځني پلان پلي کول له يوې اونۍ څخه په کمه موده کې هم ډاډمنوي".

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG