د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر ټرمپ: ایران د بشپړ سقوط په حال کې دی

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ (اګست ۲۴) په خپل ټروت سوشل ټولنیزه شبکه کې په یو پیغام کې وویل چې ایران د «بشپړ سقوط» په حال کې دی.

ټرمپ دا پیغام په داسې حال کې خپور کړی چې ټاکل شوې د متحدو ایالتونو د مالیې وزارت نن پر ایران باندې د تازه اقتصادي فشارونو جزئیات خپاره کړي؛ داسې فشارونه چې ولسمشر ټرمپ د ایران د ځپلو لپاره اقتصادي عملیات بللي دي.

ټاکل شوې چې د مالیې وزیر سکاټ بېسنټ د واشنګټن په وخت نن ماسپښین پر ایران باندې د نویو بندیزونه جزئیات په ډاګه کړي.

ټرمپ تېره اونۍ اعلان وکړ چې واشنګټن به د ایران له لوري یوې هوکړې ته د غاړې نه ایښودو په غبرګون کې، د هغه هېواد پر ضد په یو بې ‌ساري اقتصادي اقدام لاس پورې کړي.

بسېنټ د یکشنبې په ماښام په خپل ایکس حساب کې په یو پوسټ کې، دا بندیزونه برخلیک ټاکونکي او داسې اقتصادي یرغل وباله چې د هغه په خبره، تراوسه هیڅ کوم ځواک د خپل دښمن په مقابل کې ندی کارولی.

هغه وویل: «اوس موږ وروستي پړاو ته داخلېږو. له سبا سهار څخه به د اقتصاد برخلیک ټاکونکې ورځ پیل شي، هغه مالي یرغل او ترټولو ستر اقتصادي فشار چې تراوسه هیڅ ځواک د خپل دښمن په مقابل کې ندی کارولی.»

بېسنټ زیاته کړې چې د ولسمشر ټرمپ په لارښوونه هره هغه سرچینه پرې کوي چې د ایران رژیم ورباندې ژوندی پاتې دی.

بېسنټ لیکلي: «ولسمشر [ټرمپ] داسې شرایط رامنځته کړي چې ټول هغه ادارات قانوني صلاحیتونه او اقدامات وکاروو چې ډېرو ګومان کاوه موږ به یې هېڅکله ونه کاروو. زموږ موخه دا ده چې هره هغه اقتصادي سرچینه قطع کړو چې ظالم رژیم پرې ژوندی پاتې شوی، تر هغه چې تهران په بشپړه توګه منزوي پاتې شي.»

بېسنټ د مشخصو اقداماتو د جزئیاتو د ورکوولو پرته ویلي چې امریکا به هغه هېوادونه په نښه کړي چې د ایران له اقتصاد او مالي سیستم سره د اړیکو په ټینګولو سره د تهران د راضي کولو هڅه کوي.

د احتمالي پراخو اقتصادي بندیزو په غبرګون کې ایران د تیرو څو ورځو راهیسې ګڼ بیانونه خپاره کړي او خبرداری یې ورکړی چې دغو بندیزونو ته به ځواب ووايي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اسماعیل بقايي وویل: «ایران به د اقتصادي بندیزونو سره د مقابلې لپاره له خپلو ټولو څو اړخیزو وړتیاوو څخه کار واخلي.»

خو د متحدو ایالتونو د مالیې وزیر ویلي چې ولسمشر ټرمپ د ایران پوځي وړتیاوې له منځه وړي، نږدې سل په سلو کې پوځي فابریکې یې ویجاړې شوي او اټومي پروګرام یې تر خاورو لاندې شوی دی.

بیسنټ زیاته کړې چې ایران «خپله بقا د امنیتي تضمینونو په نوم د باج اخېستنې له لارې ساتلې ده... خو د ولسمشر ټرمپ تر مشرۍ لاندې، دا دوره پای ته رسېدلې ده.» هغه خبرداری ورکړی چې «کوم کسان چې د تهران د امرونو څخه د سرغړونې له خطره ډار لري، باید د واشنګټن د ازمویلو بیه هم له پامه ونه غورځوي.»

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG