ټرمپ سرتېرو ته په خطاب کې: ایران ته هر ځل د هوکړې فرصت ورکوو څو د انسانانو ژوند وژغورل شي

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ او لومړۍ مېرمن مېلانیا ټرمپ د پنجشنبې په ورځ [نومبر ۲۶مه] د شکرانې ورځې په مناسبت په منځني ختیځ کې له یو شمېر امریکایي سرتیرو سره په ټېلیفون خبرې وکړې.

ټرمپ چې د شکرانې ورځې د تېرولو لپاره خپل استوګنځای په فلورېدا ایالت کې د مارالاګو ماڼۍ ته تللی، په بهر کې د دېره امریکايي سرتېرو سره غږېدلی دی. په دغو خبرو کې ولسمشر ټرمپ د ایران پر وړاندې د خپلو سرتېرو کړنې وستایلې او په خاص ډول یې د هرمز په تنګي کې د هغوي د ماموریت قدرداني وکړه.

د امریکا له ځمکنیو ځواکونو سره په یوه اړیکه کې ولسمشر ټرمپ د ایران سره د جګړې په تړاو وویل: "بریا زموږ په لاس کې ده. څه ناڅه هرکله چې زه وغواړم او په هره بڼه چې زه وغواړم، ترلاسه به شي." هغه زیاته کړه: "رښتیا ووایم موږ هڅه کوو چې له هغوی [ایران] سره له زغمه کار واخلو."

ټرمپ وویل: "موږ هغوی ته هر ځل فرصت ورکوو چې یوې هوکړې ته ورسېږي او د ډېرو کسانو ژوند وژغوري. خو زه ډاډه نه یم چې دوی به له دې فرصت څخه ګټه پورته کړي. ځینې پوښتنه کوي چې ایا دوی (ایران) لېوني دي؟ شاید وي."

د متحدو ایالتونو ولسمشر د ایران سمندري محاصره "یو له تر ټولو سترو سمندري محاصرو" څخه وبلله او ویې ویل، "زما په اند دا په تاریخ کې تر اوسه ترسره شوې تر ټولو لویه سمندري محاصره ده."

ټرمپ زیاته کړه: "موږ د هرمز په تنګي کې د سوداګريزو کښتيو د ساتنې لپاره د دښمن د توغندیو او بې پیلوټه الوتکو د بریدونو د مخنیوي په موخه ۱۵۰ توغندي هم توغولي دي."

په همدې حال کې ولسمشر ټرمپ وايې چې ده د چهارشنبې په ورځ په فلورېډا کې د ناټو له عمومي منشي مارک روته سره د لیدنې پر مهال د ایران پر موضوع هم غږېدلی دی.

امریکایي چارواکو او په منځني ختیځ کې د امریکا د پوځ قوماندان جنرال براډ کوپر په وار وار ویلي چې امریکایي ځواکونو د اګست میاشتې راهیسې په دې توانیدلي چې د هرمز د تنګي له لارې هره ورځ د میلیونونو بېرل خامو تېلو په لیږد کې مرسته وکړي خو دغو چارواکو زیاته کړې چې ایران په دې ندی توانېدلی چې له خپلو تېلو څخه ګټه واخلي.

د امریکا د مالیې وزیر سکاټ بېسنټ د چهارشنبې په ورځ پر ایران د امریکا د سمندري محاصرې اغېزې وارزولې او ویې ویل تهران له هغه وخته چې امریکا په اګست میاشت کې د یاد هېواد پر وړاندې د اقتصادي انزوا عملیات پیل کړي، ندی توانیدلی په یوه کښتۍ کې تېل بار کړي.

بېسنټ په اېکس پاڼې کې لیکلي:"ایراني رژیم یو ډوبېدونکی کښتۍ ده."

ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د امریکا او ایران د جګړې تر پای ته رسېدو وروسته به د تېلو بیې ډیرې راټیټې شي که څه هم هغه د دې لپاره کوم ځانګړی مهالوېش نه دی ټاکلی.

XS
SM
MD
LG