د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ:‌ په احتمالي تړون کې به ایران د هیڅ ډول یورانیمو د غني‌ کولو اجازه و نه لري


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چې د ایران سره د احتمالي تړون د برخې په توګه به متحده ایالتونه په ایران کې د « هیڅ ډول یورانیمو غني کولو ته» اجازه ورنکړي تر څو ایران و نه کړی شي چې د خپل اټومي پروګرام نه نظامي استفاده وکړي.

ولسمشر ټرمپ د دوشنبې په ورځ‌ په خپلې ټولنیزې رسنۍ (ټروت سوشل) باندې د ایران سره د احتمالي موافقې په اړه د امریکا دریځ روښانه کړ.

د امریکا مرکچیانو د ایران سره په عمان کې پنځه پړاوه مذاکرت ترسره کړيدي خو تر اوسه پورې په خبرو کې کوم پرمختګ نه دی شوی او نه هم د راتلونکو خبرو نیټه په ډاګه شوي ده.‌

د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د سې شنبې په ورځ په بیروت کې د لبناني‌ چارواکو سره کتلي دي خو د یورانیمو د غني کولو په اړه د ټرمپ‌ پر څرګندونو یې کومه تبصره و نه کړه.‌

تر دې مخکې، عراقچي ویلي وو چې ایران به د یورانیمو غني‌ کولو ته، که د امریکا سره موافقه وشي او که و نه شي، ادامه ورکړي.

د غربي‌ رسنیو د رپوټونو په اساس،‌ د مي په ۳۱ نیټه د ملګرو ملتونو د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې د ایران د اټومي پروګرام په اړه «جدي اندیښنه» ښودلې او ویلي یې دي چې ایران هغه یوازنی هیواد دی چې د اټومي وسلې د درلودو نه بغیر په داسې کچې د یورانیمو غني کولو ته ادامه ورکوي چې د اټومي وسلو په جوړولو کې د یورانیمو د استعمال کچې ته نږدې ده.‌‌

د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې رئیس، رافایل ګروسي د دوشنبې په ورځ‌ په قاهرې کې د ایران د یو لوړرتبه دیپلومات سره وکتل.‌

د غونډې نه مخکې هغه خبریالاتو ته وویل چې د ایران د آټومي فعالیتونو په اړه «لا ډیر شفافیت ته اړتیا» شته.‌

د غونډې نه وروسته د ایران د بهرنیو چارو وزارت د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې په افشا شوي رپوټ باندې انتقاد وکړ او وي ویل چې د ایران د اټومي پروګرام په اړه یې «بې اساسه تورونه» لګولي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG