د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې متحده ایالتونو او ایران د یوې مهمې هوکړې پر سر توافق ته رسېدلي او تمه ده چې وروستي اسناد به په راتلونکو څو ورځو کې بشپړ او لاسلیک شي.
ولسمشر ټرمپ د پنجشنبې په ورځ [جون ۱۱مه] د سپینې ماڼۍ له خپل دفتر (Oval Office) څخه د خبریالانو پوښتنو ته د ځواب په ترڅ کې وویل: «موږ له ایران سره د جګړې د پای ته رسېدو لپاره یوه ستره هوکړه کړې ده.»
هغه زیاته کړه چې اوس یوازې د اسنادو د نهایي کولو چارې پاتې دي او ښايي د هوکړې د لاسلیک مراسم په اروپا کې ترسره شي.
د امریکا ولسمشر ټینګار وکړ چې د دې توافق له مخې به «ایران هېڅکله اټومي وسله ونه لري.»
نوموړي وویل چې د هوکړې متن تقریباً بشپړ شوی او دواړه لوري د ژر تر ژره نهايي کېدو غوښتونکي دي.
ولسمشر ټرمپ وویل چې هغه د هغو ګڼ شمیر هېوادونو د مشرانو سره خبرې وکړې چې په اعلامیه کې یاد شوي وو. هغه وویل: "ما له بي بي (بنیامین نتنیاهو) سره خبرې وکړې. ما د قطر، متحده عربي اماراتو، سعودي عربستان، بحرین، کویټ او نورو هېوادونو له مشرانو سره خبرې وکړې. زه به له ترکیې سره هم خبرې وکړم. ولسمشر اردوغان یو غوره مشر دی. دا په رښتیا هم یو ډېر ښه پرمختګ دی او له مثبتې روحیې څخه ډک. پاکستان هم غوره همکاري وکړه. لومړي وزیر او هغه څوک چې زه یې جنرال بولم. هغه یو جنرال دی، یو ډېر ستر او غوره جنرال. هغه دومره لوړ مقام لري چې په حقیقت کې فیلډ مارشال دی چې له جنرال څخه یوه درجه پورته مقام ګڼل کیږي. ټول ډېر خوښ دي. د منځنۍ ختیځ ټوله سیمه خوشحاله ده، او له منځني ختیځ څخه هاخوا هم."
په ورته وخت کې ولسمشر ټرمپ د هرمز تنګي د بېرته پرانیستل کېدو یادونه هم وکړه او ویې ویل چې د هوکړې له لاسلیک وروسته به دا مهمه سمندري سوداګریزه لاره پرانیستل شي.
ولسمشر ټرمپ څرګنده کړه: «دوی هم د دې هوکړې غوښتونکي دي، لکه څنګه چې نور ټول یې غواړي.»
هغه وویل چې ممکن د لاسلیک رسمي مراسم د همدې اوونۍ په پای، یا د راتلونکو څو ورځو په ترڅ کې په اروپا کې ترسره شي.
هغه زیاته کړه : "زه به ونه توانېږم هلته حاضر شم، خو جې ډي (وېنس)، چې د امریکا مرستیال ولسمشر دی، هلته به موجود وي او یو شمېر نور کسان هم، سټیو وېټکاف، (د منځني ختیڅ په چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازی) ډېر ښه کار وکړ او جیرډ کوشنر ( د ولسمشر سلاکار) هم."
د هرمز تنګی د نړۍ د انرژۍ د لېږد یو له تر ټولو مهمو لارو څخه ګڼل کېږي او هر ډول بندښت یې د نړیوالو نفتو پر بازارونو او سوداګرۍ پراخ اغېز لرلی شي.
تر دې اعلان مخکې د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل چې پر ایران يي د امریکايي پوځیانو د نن شپې بریدونه لغوه کړي دي.
ولسمشر ټرمپ د پنجشنبې په ورځ [جون ۱۱مه] د ټروت سوشیل په ټولنیزې پاڼې کې لیکلي، "د دې حقیقت پر بنسټ چې د ایران اسلامي جمهوریت سره خبرې اترې د ایران لوړپوړي مشرتابه ته رسېدلي او تصویب شوې دي، ما د امریکا د متحده ایالتونو د ولسمشر په توګه، نن ماښام پر ایران پلان شوي بریدونه او بمبارۍ لغوه کړې دي".
واشنګټن تل غوښتنه کړې چې ایران باید د اټومي وسلو له ترلاسه کولو لاس واخلي، په داسې حال کې چې تهران ټینګار کوي د اټومي فعالیتونو موخه یې سولهییزه ده.
که دا هوکړه په رسمي ډول لاسلیک شي، نو د دواړو هېوادونو ترمنځ د روان کړکېچ په کمېدو او د سیمې د ثبات په برخه کې یو مهم پرمختګ بلل کېدای شي.
تر اوسه د هوکړې بشپړ جزئیات نه دي خپاره شوي او نړیواله ټولنه د وروستیو اسنادو او رسمي اعلانونو په تمه ده.
فورم \ دبحث خونه