د لاس رسي وړ اتصالات

د ټرمپ او کېم ملاقات د دموکراتانو او نورو په نظر کې


ولسمشر ټرمپ او رهبر کېم جانگ اون د پنوم جېم په غېرنظامی ساحه کې یوبل ته لاس ورکړ. د جون ٣٠- مه ٢٠١٩ م کال..
ولسمشر ټرمپ او رهبر کېم جانگ اون د پنوم جېم په غېرنظامی ساحه کې یوبل ته لاس ورکړ. د جون ٣٠- مه ٢٠١٩ م کال..

په امریکا او نوره نړۍ کې یو شمیر خلکو او سیاسیونو د شمالي کوریا په پوله د جمهور رئیس ډانلدټرمپ قدم ایښودل، یو زړور اقدام بللی دی، خو ګڼو خلکو پرې انتقادونه هم کړیدي.

د امریکا د ډموکراټ ګوند څو مخکښو غړیو په هغه څه چې دوی یې د کېم جونګ اون په څېر له مستبدو رهبرانو سره د ټرمپ نږدېوالی بولي، انتقاد کړی خو یو شمیر نړیوالو سیاستوالو دا گام ستایلی دی.

نور تحلیل کوونکی وايی چی کېم جانگ اون تراوسه پورې ولسمشر ټرمپ ته هېڅ هم نه دی ورکړي، خو خپله ېې ډیر څه ترلاسه کړل.

له کیم سر د ټرمپ ناڅاپی لیده کاته
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:35 0:00

په خپله ولسمشر ټرمپ ددې لپاره هڅې کوي چی یوه داسی جامع موافقه وکړلی شي چی د ده د جمهوری ریاست د سترو اجراآتو په میراث کې وشمیرل شی. له همدې امله شمالی کوریا ته ورتیرشو او دلا نیژدې والی لپاره ېې پنځوس دقیقی مجلس ورسره وکړ. هغه هم په داسی حال کې چی په ْحقېقت کې دواړه هېوادونه متحارب اومتخاصم گڼل کېږي.

اوس دواړه هېوادونه د ویتنام په هانوی کې داپریل دمیاشتی تر خبرو وروسته بیرته دمخامخ خبرو په پړاو کی دي.

خو له بل پلوه ډیری مبصرین په دې کې قوي شک کوی چی شمالی کوریا به بشپړې غیراټومی کیدنی ته چمتووالی څرگندکړی او که نه ، ځکه چې هغوی خپل اټومی پروگرم د خپلې بقا او گټو تضمین بولی.

ولسمشرټرمپ په خپله د شمالی کوریا له رهبر کېم جانگ اون سره خپل تازه ملاقات "ډیر گټور" بولي. هغه وویل دوړه هېوادونه غواړي اټومي جنجال حل کاندي. ښاغلی ټرمپ د په جنوبی کوریا کې د اوسا ن په هوايي اډه کې نظامی پرسونل ته وویل کله چی دا مسله پایته ورسیږي، زهد شمالي کوریا د خلکو لپاره زښت ډیر پرمختگ په آینده کې وینم.

ولسمشرټرمپ څو څو ځلې د شمالی کوریا لپاره د زښتو ډیرو اقتصادی پرمختگونو امکانات تکرار کړي دي، البته که چېرې هغوی د خپل نظآمی اټومی پروگرام په سر یوه روغه جوړه وکړي.

یوشمیر نقادان دا مجلس یو سیاسی نمایش بولی ځکه لاسته راوړنه پکې نشته ده.

چوای یانگ چال د جنوبی کوریا سوداگر وايي:.فکر کوم دا مجلس د ټرمپ د بیا انتخابیدلو لپاره جوړشوی و، مون جې ان هم له دېنه د گټی اخیستلو هڅه وکړله.

په متحدو ایالاتو کې د دموکرات گوند د جمهوری ریاست کاندید برني سنډرز داې بي سي دسویک پروگرام ته وویل متحد ایالات یوې رېښتونې دیپلو مسۍ ته ضرورت لري. برني سنډرز وايي: زه داکار ستونزمن نه بولم چی دی له کېم جانگ اون سره په شمالی کوریا کې او که بل ځای کې خبرې کوي، خو زه نه غواړم چی دایوازې د تصویر اخیستلو یو فرصت وي.اوس خو ېې د ټولی نړۍ پام ځانته ور واړاوه خو سبا اوبل سبابه څه کېږي."

ولسمشر ډانلډ ټرمپ په غېرنظامی ساحه کې د شمالی کوریا له پولې نه واوښت اوهلته ېې له کېم جانگ اون سره د ښو اړیکو په تمه څو قدمونه واخیستل، د جون ٣٠- مه ٢٠١٩ م کال
ولسمشر ډانلډ ټرمپ په غېرنظامی ساحه کې د شمالی کوریا له پولې نه واوښت اوهلته ېې له کېم جانگ اون سره د ښو اړیکو په تمه څو قدمونه واخیستل، د جون ٣٠- مه ٢٠١٩ م کال

په متحدو ایالاتو او نوره نړۍ کې یوشمیر داسی کسان شته دی چی هغوی د هرډول سوله ئیز اقدام هرکلی کوی. پاپ فرانسیس د نړۍ د عیسویانو مذهبی مشر وویل: تیرڅو ساعتونه چی موږ کوریا کی ولیدل، له یوبل سره د خبرو د غوره کلتور مثال دی. زه دواړو شاملو خو ته سلام کوم. ورسره دادوعا هم کوم چی دغه ډول مهم اقدام به د سولی پرلاره اولنی گام وي"

پرون د یکشنبی په ورځ ولسمشر ټرمپ یویادگاري کاروکړ اوهغه داچی د یوبرحال ولسمشر په حېث ېې دشمالی کوریا په خاوره کی قدم کېښود. وروسته ېې بیا دا اعلان هم وکړ چی د واشنگټن او شمالی کوریا ترمنځ به په ټپه ولاړې خبرې بیرته پیل شي. دامریکا او شمالی کوریاترمنځ خبرې د سږکال د اپریل په میاشت کې پیل شوی خو وروسته بیا بیرته په ټپه ودریدلی.

XS
SM
MD
LG