د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ او کیم په "سینټوسا ټاپو" کې ملاقات کوي


د سپینې ماڼۍ ویانده وایې چې ولسمشر ټرمپ او د شمالي کوریا رهبر د "کمپیلا" په هوټل کې ويني
د سپینې ماڼۍ ویانده وایې چې ولسمشر ټرمپ او د شمالي کوریا رهبر د "کمپیلا" په هوټل کې ويني

د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د شمالي کوریا د رهبر کیم جونګ اون مخامخ ملاقات به د سینګاپور په جنوب د سینټوسا په ټاپو کې وشي.

سپینې ماڼۍ د سه شنبې په ورځ [جون ۵] ددغه مطلب په بیانولو سره د سینګاپور له حکومت څخه د کوربتوب او میلمه پالنې له امله مخکې له مخکې مننه کړې وکړه.

د ولسمشر ټرمپ ویاندې سارا هکبي سندرز په یوه ټوئیټ کې لیکلي چې د دواړو هېوادونو مشران به د "کمپیلا" په هوټل کې وویني. ملاقات د روانې جون میاشتې په ۱۲ نېټه د سهار په ۹:۰۰ پیلیږي.

کارپوهان وایې چې په سینټوسا ټاپو کې د غونډې جوړول د امنیتي لحاظه آسانه دي او حتي کیدای شي چې د غونډې په ورځ دغه سیمه کلابنده شي.

د امریکا ولسمشر چې د شمالي کوریا اټومي بې وسلې کول غواړي، د جمعې په ورځ وویل د کیم د لیک له ترلاسه کولو وروسته یې غونډې ته لېوالتیا ډیره زیاته شوې ده.

ولسمشر ټرمپ ټینګار کوي چې د کوریا ټاپوزمې اټومې بې وسلې کول د یوې غونډې په ترڅ کې شوني نه دي او ښايې چې ددې موخې د ترلاسه کولو په خاطر څو نور مجلسونه او مذاکرات وشي.

ټرمپ او کیم په "سینټوسا ټاپو" کې ملاقات کوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:35 0:00

XS
SM
MD
LG