د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ د ایران د اتومي موافقي نه د وتلو یا نه وتلو پریکړه کړې


جمهور رئیس ټرمپ وایي د ایران سره اتومي موافقه د امریکا لپاره رسوایي ده
جمهور رئیس ټرمپ وایي د ایران سره اتومي موافقه د امریکا لپاره رسوایي ده

د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ وایي دا پریکړه یې کړې چې آیا د ایران او د نړۍ د قدرت لرونکو هیوادونو تر منځ د اتومي موافقې نه امریکا وباسي که نه خو ښاغلي ټرمپ دا ونه ویل چې پریکړه یې څه شی دی.

دغه موافقه د امریکا تر څنګ روسیې، چین، فرانسې ، جرمني او برتانیې په ۲۰۱۵ کال کې د ایران سره لاسلیک کړله. په موافقې کې ایران منلې وه چې د اقتصادي بندیزونو د لیرې کیدو او آسانه کیدو په بدل کې به ایران اتومي پروګرام بندوي.

د امریکا جمهور رئیس ټرمپ باید په هرو دریو میاشتو کې کانګریس ته معلومات ورکړي چې آیا ایران د دې موافقې په مادو عمل کوي که نه. د مهال ویش له مخې شاوخوا یوه میاشت پاتې ده چې ښاغلی ټرمپ کانګریس ته دا تصدیق کړي چې ایران په موافقې عمل کوي که نه خو د دې مهال ویش د رارسیدو نه وړاندې جمهور رئیس ټرمپ ویلي دي چې خپله پریکړه یې کړیده.

جمهور رئیس ټرمپ د چارشنبې په ورځ خبریالانو ته درې ځله دا خبره تکرار کړله چې "پریکړه مې کړې او تاسو سره به یې شریکه کړم"

ټرمپ ملګرو ملتونو ته پخپلې وینا کې هم د ایران په هکله په تنده لهجه خبرې وکړلې او وویل چې ایران نړۍ ته یوازې " تشدد، وینې تویدنه او ګډوډي " صادروي.

په همدې حال کې د ایران جمهور رئیس حسن روحاني د امریکا د جمهور رئیس وینا " ناوړه، جاهلانه" ټکي یاد کړي. ښاغلي روحاني ملګرو ملتونو ته پخپلې وینا کې وویل چې "تهران د چا د ګواښ نه نه ډاریږي"

روحاني همدارنګه وویل چې ایران له به لومړنی هیواد نه وي چې دغه موافقه ماته کړي خو که بل چا ترې سرغړاونه وکړه، تهران به په قاطعیت او جدیت ځواب ووایي.

XS
SM
MD
LG