د لاس رسي وړ اتصالات

د ډونالد ټرمپ او کیم جونګ اون د دریم ځل لیدنې احتمال


ولسمشر ټرمپ او کیم جونګ اون د فبرورۍ په میاشت کې د لیدنې پرمهال
ولسمشر ټرمپ او کیم جونګ اون د فبرورۍ په میاشت کې د لیدنې پرمهال

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شمالي کوریا له مشر کېم جونګ اون سره لیدو ته لېوالتیا ښودلې.

ددغې ممکنه لیدنې کتنې ځای د شمالي کوریا او جنوبي کوریا د سرحد غیر پوځي سیمه ښودل شوې ده.

په جاپان کې د جي شل هیوادونو د غونډې پرمهال ولسمشر ډانلډ ټرمپ نن شنبه (جون ۲۹) په حیرانونکې توګه وویل چې غواړي د شمالي کوریا له رهبر سره وګوري، سلام به ورته ورکوي او جوړ په خیر به کوي. هغه زیاته کړه چې دا ډول روغ بړ خو یوازې دوه دقیقې وخت غواړي.

ښاغلی ټرمپ وايي که مشر کیم غواړي چې راسره وګوري زه به پر پوله ورته ولاړ یم، زه درته ویلی شم موږ به ډیر ښه ښکاره شو، دا یو ښه کار دی، بد کار نه دی. تاسو بهتره پوهیږئ چې داسې احمق کسان هم شته وبه وایي ده ته گوره ورسره ملگری شو" نو دا خو ښه خبره ده چې مونږ سره ښه اوسو. که زه ولسمشر نه وای اوس واضحه ده چې له شمالي کوریا سره جګړه روانه وه.

تر اوسه کیم جونګ اون د ولسمشر ټرمپ د لیدنې وړاندیز په هکله څه ویلي نه دي، خو د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال چیو سون هوی ویلي چې دا په زړه پورې وړاندیز دی.

د سویلي کوریا د ولسمشر دفتر ویلي چې د ټرمپ او کیم جونګ اون د لیدنې په هکله لا تر اوسه پریکړه شوې نه ده، خو زیاته کړې ده چې له شمالي کوریا سره به پرې خبرې وکړي.

د ډونالد ټرمپ او کیم جونګ اون د دریم ځل لیدنې احتمال
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:35 0:00

د ټرمپ او کیم جونګ اون ترمنځ بله غونډه به د شمالي کوریا د اټومي وسلو په هکله خبرو سره مرسته وکړي.

ګڼ شمیر څیړونکي وايي چې د ټرمپ او کیم جونګ اون ترمنځ لیدنه خطرناکه او نمایشي ده او لا به د شمالي کوریا رهبر ته قانوني حیثیت ورکړي.

د یادولو وړ ده چې ولسمشر ټرمپ د شمالي کوریا رهبر سره په فبرورۍ میاشت کې په ویتنام او د تیر کال په جون کې په سنګاپور کې لیدلي دي.

XS
SM
MD
LG