ټرمپ: د ایران په وړاندې د نوي کال تر پیل پورې ټول انتخابونه ساتو

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ (نومبر ۲۰) څرګنده کړه چې د ایران په وړاندې د نوي کال تر پیل پورې خپل انتخابونه پرانیستي ساتي او ښايي ترهغه وخته پورې پر ایران باندې د نورو پوځي بریدونو له ترسره کولو ډډه وکړي.

اسیا ته د خپل درې ورځني سفر څخه د راستنېدو پر مهال، ولسمشر ټرمپ له رویټرز خبري اژانس سره په مرکه کې د احتمالي نویو بریدونو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وویل: «د نوي کال له پیل وروسته به درسره په دې اړه خبرې وکړم.» هغه زیاته کړه: «موږ وخت لرو.»

ټرمپ د اکتوبر په ۸ مه ویلي وو چې متحده ایالتونه به د نومبر د دریمې د منځمهاله ټاکنو تر ترسره کېدو مخکې پر ایران بریدونه ونه کړي، او دلیل یې «ګټورې خبرې اترې» بللې وې. هغه په جلا توګه ټینګار کړی و چې د دغو ټاکنو پایلې به د ایران پر وړاندې د احتمالي نورو پوځي اقداماتو په اړه د ده پر پرېکړو «هیڅ اغېز» ونه لري.

ټرمپ څو ځله خبرداری ورکړی چې د ایران رژیم به د اټومي وسلو له ترلاسه کولو څخه منع کړي.

متحده ایالتونه، بریتانیا، فرانسې او جرمني پر ایران فشار راوړی چې د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې پلټونکو ته اجازه ورکړي څو د ایران هغو اټومي تاسیساتو ته بېرته ورستانه شي چې د تېر کال په پوځي بریدونو کې زیانمن شوي وو.

د «کواډ» ډلې په نوم دغو څلورو هېوادونو د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې مدیره پلاوي ته په لیږل شوې یوه اعلامیه کې چې د پنجشنبې په ورځ خپره شوه، ویلي: «موږ له ایران څخه غواړو چې له نور ځنډ پرته له ادارې سره همکاري وکړي او هغه تخنیکي ګامونه عملي کړي چې په ایران کې د پلټنو د بشپړ بیا پیل کېدو لپاره اړین دي.»

په اعلامیه کې ویل شوي: «په دې کې د اغېزمنو شویو اټومي تاسیساتو او اټومي موادو په اړه د غوښتل شویو معلوماتو وړاندې کول، او همدارنګه په ټولو اټومي تاسیساتو کې د ادارې د تائیدي فعالیتونو اسانتیا برابرول شامل دي.»

د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې عمومي رئیس رافایل ګروسي د چهارشنبې په ورځ وویل چې اداره نه شي تائیدولی چې د ایران اعلان شوي اټومي مواد لا هم سوله ایزې موخې لري، ځکه تهران له پلټونکو او د ساحوي ارزونو له بهیر سره کافي همکاري نه ده کړې.

په ملګرو ملتونو کې د ایران استازولۍ د پنجشنبې په ورځ په خپل غبرګون کې د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې د پلټنو غوښتنه رد کړه او ویې ویل هغه معلومات چې اداره یې راټولوي، که څه هم د خوندیتوب د هڅو لپاره ګټور کېدای شي، خو «یقیناً» به په راتلونکي کې د ایران پر ضد د نورو بریدونو لپاره هم وکارول شي.

د ایران استازولۍ په یوه اعلامیه کې ویلي: «هیڅ نړیوال مکلفیت د ملي امنیت په بیه غیرمشروطه همکاري نه توجیه کوي.»

د «کواډ» هېوادونو ویلي چې هېڅ هېواد نه شي کولای په یو اړخیز ډول د اټومي وسلو د نه خپرېدو د تضمیني تړون د پلي کېدو مخه ونیسي، او خبرداری یې ورکړی چې دا ډول اقدام به د اټومي انرژۍ نړیوالې ادارې مسؤلیت او اعتبار کمزوری کړي.

​
XS
SM
MD
LG