د امریکا او فرانسې مشرانو د شنبې په ورځ (نوامبر ١٠) په پاریس کې هڅه وکړه په دې هکله د نظر یووالي ولري چې ایا اروپایي اتحادیه دې خپل پوځ جوړ کړي که نه.
د ډونالډ ټرمپ او د هغه د فرانسوي سیال ایمانویل مکرون ترمنځ اړیکې په دې وروستیو میاشتو کې جنجالي وې.
په یو وروستي اقدام کې جمهور رئیس ټرمپ وروسته له هغې چې الوتکه کې یې د پاریس په هوایي ډګر کې ښکته شوه په یو ټویټ کې ولیکل چې د اروپایي اتحادیې لپاره د پوځ د جوړولو او پر امریکا باندې د تکیه د راکمولو په هکله د فرانسې د جمهور رئیس د څرگندونو په اړه یې "د سپکاوي احساس" کړی دی.
ښاغلي ټرمپ لیکلي چې:"د فرانسې جمهور رئیس مکرون تازه ویلي چې اروپا باید خپل پوځ جوړ کړي چې د امریکا، چین او روسیې په وړاندې د ځان دفاع وکړي، دا ډېره توهین کونکې ده، خو ښه دا ده چې اروپا لومړی په ناټو کې خپله ونډه په عادلانه توګه وکړي چې امریکا یې زیاته برخه ورکوي".
خو جمهور رئیس ټرمپ د خپل فرانسوي سیال سره له کتلو وروسته ټینګار وکړ چې: "موږ غواړو چې له اروپا سره مرسته وکړو، خو انصاف باید په پام کې ونیول شي، په اوس وخت کې {د ناټو د پوځي تړون} د لګښت بار په یو ډول سره پر متحده ایالاتو تحمیل شوی دی".
د امریکا او فرانسې جمهورو رئیسانو په دغه لیدنه کتنه کې د یو بل څرګندونې سؤ تفاهم وګاڼه او ویې ویل چې موږ سره تر هغه زیات نژدې یو چې په ظاهره ښکاري.
ښاغلی ټرمپ د لومړنۍ نړیوالې جګړې د پای رسیېو په ١٠٠ کلیزه کې د ګډون لپاره فرانسې ته تللی دی.
د فرانسې د جمهور رئیس ایمانویل مکرون دفتر ویلي دي چې د امریکا جمهور رئیس د ښاغلي مکرون له څرګندونو نه بل ډول برداشت کړی دی، خو بیا هم ښاغلي مکرون د جمهور رئیس ټرمپ سره له کتنې وروسته له خپلو څرګندونو نه دفاع وکړه او وویل چې:"د جمهور رئیس ټرمپ نظریاتو ته درناوی کوم چې مونږ باید په ښه توگه د ناټو پیټی تحمیل کړو او په همدې دلیل پدې باور یم چې د اروپا د دفاع لپاره زما وړاندیز {اد اروپایي پوځ جوړول} په بشپړه توگه د هغې سره مطابقت لري."
ښاغلي مکرون د روانې اونۍ په پیل کې په یوه مرکه کې ویلي وو ارپوا اړتیا لري چې د امریکا د متحده ایالاتو، روسیې او چین په وړاندې د خپلې مجازي فضا برخه وساتي، خو وروسته یې وویل اړینه ده چې اروپا خپل پوځ جوړ کړي او نور د امریکا په دفاع باندې تکیه ونه کړي.
د امریکا جمهور رئیس په وار وار ټینګار کړی دی چې اروپایي هېوادونه باید د ناټو تړون په لګښتونو کې منصفانه ونډه پر غاړه واخلي او خپل دفاعي لګښتونه زیات کړي.
جمهور رئیس ټرمپ، د خپل مېرمنې ملانیا ټرمپ سره یوځای د جمعې پر ماښام د فرانسې پلازمینې پاریس ته رسېدلی او ټاکل شوې چې د لومړۍ نړیوالې جګړې د پای رسېدو په ١٠٠ کلیزه کې ګډون وکړي.