د لاس رسي وړ اتصالات

د جي ٢٠ هیوادونو سرمشریزه – د ټرمپ او پوتین لیدنه


د جي ٢٠ په نامه د نړۍ د پرمختللو هیوادونو سرمشریزه نن د جمعې په ورځ (جون ٢٨) د جاپان په اوساکا ښار کې پیل شوه.

د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ او د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین ددغې سرمشریزې په څنډه کې سره وکتل او د ایران په گډون د نړۍ پر مهمو موضوعگانو یې سره خبرې وکړې.

جمهور رئیس ټرمپ دغه لیدنه مثبته وگڼله او ولادیمیر پوتین د امریکا د جمهور رئیس څخه د دواړو هیوادونو د اړیکو د ښه کولو د هڅو په خاطر مننه وکړه.

سپینې مانۍ ویلي چې د روسیې او امریکا مشرانو د ایران کړکیچ، سوریه، په اوکراین کې د روسي قواو شتون، ونزویلا او د تسلیحاتو د کنترول په مسایلو خبرې کړې دي.

سپینه ماڼۍ وایي ټرمپ او پوتین د جمعې د ورځې په خبرو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکو باندې غور وکړ او موافقه یې وکړه چې دوی به د یوویشتمې پیړۍ د تقاضاو سره سم د وسلو د کنترول پر سر بحثونو ته دوام ورکړي چې د ښاغلي ټرمپ په وینا په دغو بحثونو کې به چین هم شامل کړای شي.

له دغې کتنې وروسته ښاغلي ټرمپ خبریالانو ته په لنډو خبرو کې وویل چې "مونږ ډیرې ښه اړیکې لرو. مونږ به ډیر ښه وخت سره ولرو. له دغې کتنې نه ډیر ښه شیان تر لاسه کیږي".

د امریکا او روسیې اړیکې د څو کلونو راهیسې د یو لړ داخلي او نړیوالو مسایلو پر سر د اختلاف په وجه خړې پړې شوي دي. یوه له دغو موضوعاتو څخه د امریکا د ٢٠١٦ کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د روسیې د لاسوهنو ادعاوې دي.

ښاغلي پوتین د امریکا د ٢٠١٦ کال په ټاکنو کې د لاسوهنې تورونه رد کړي که څه هم چې ځانگړي پلټونکي رابرت مولر په خپل رپوټ کې چې د امریکا کانگرس ته هم وړاندې شوی د روسیې د مداخلې په اړه زیات شواهد وړاندې کړي دي.

ښاغلي پوتین د جمهور رئیس ټرمپ سره له کتنې وروسته وویل چې د روسیې او امریکا اړیکې اوس د امریکا سیاسي شخړو یرغمل کړي چې ددغو اړیکو ژر پرمختیا ته یې خنډ رامنځ ته کړی.

بلخوا که څه هم چې مسکو د ایران او ځواکمنو هیوداونو ترمنځ د اټومي موافقې نه د امریکا په وتلو انتقاد کړی دی، خو د ایران د اټومي پروگرام د گواښ او د تهران د سیمه ایز چلند په وجه له واشنگټن سره چندان اختلاف نلري.

XS
SM
MD
LG