د لاس رسي وړ اتصالات

سپینه ماڼۍ:ځینو رسنیو د لوړې مراسمو سم تصویرونه خپاره نکړل


سپيني ماڼۍ په رسنیو تور لګولی چې د جمهو ریس، ډونالډ ټرمپ، د لوړي په مراسموکې یې د خلکو د ګډون په اړه ناسم تصویرونه او پیغامونه خپاره کړي دي.

د سپني ماڼۍ ویاند، شان سپایسر، د شنبې په ماښام په خبري کانفرنس کې د مطبوعاتو له لوري د ولسمشر د لوړې د مراسمو پر مهال د تشو او خالي ځایونو د تصویرونو او راپورونو د ښودلو او خپرولو په اړه کلک غبرګږن وښوده.

سپاسیر لیکلي چې د لوړې دغه مراسم د خلکو د ګډون او راټولېدو له پلوه تر ټولو لویه غونډه وه. هغه لیکلي چې دا د شرم ځای دی چې خلک هڅه کوي دا لویه غونډه کوچنۍ وښيي.

هغه لیکلي "د رسنیو ځینې غړو په قصدي ډول غلط راپورنه خپاره کړل، په خاصه د ټوټیر په یوه پیغام کې د لوړي د مراسمو عکسونه په قصدي ډول داسي جوړ کړل شوي وو چې د خلکو شمېر او ګډون کم وښيي".

د واشنګټن ښاروالي ویلې چې په ٢٠٠٩ کال کې د پخواني جمهوریس براک اوباما د لوړي په مراسمو کې ١.٨ میلیونه خلکو ګډون کړی و چې په دا ډول مراسمو کې د خلکو د ګډون له پلوه تر ټولو ډېره شمېره وه.

د هوا د لاري اخیستل شویو عکسونه دا ښکاره کوي چې ټرمپ د لوړي په مراسمو کي د خلکو ګډون د ٢٠٠٩ کال په پرتله ډېر کم و.

د امریکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ به ۲۰ لوړه وکړه.

XS
SM
MD
LG