د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ د مکسیکو په جمهور رئیس د یوال جوړولو د لګښت په مسلې فشار راوستې


دغو دواړو مشرانو تیره میاشت په جرمني کې د جې ٢٠ ستر اقتصاد لرونکوهیوادونو د غونډی پرمهال ملاقات وکړ
دغو دواړو مشرانو تیره میاشت په جرمني کې د جې ٢٠ ستر اقتصاد لرونکوهیوادونو د غونډی پرمهال ملاقات وکړ

د امریکا جمهور رئیس ډونلډ ټرمپ د مکسیکو په جمهور رئیس فشار راوستی چې په عامه توګهدې د دواړو هیوادونو تر منځ د سرحدي د یوال د پیسو ورکولو په اړه خبرې بندې کړي.

د رویټرز خبری اژانس د راپور له مخې کله چې ټرمپ جمهوررئیس شو، نو په لومړیو ورځو کې په بهرینو مشرانو اغیز کولو هڅي یي کړې وې. دغه معلومات دهغو ټیليفونې خبرو په اسنادو کې راغلی چې د پنجشنبې په ورځ خپاره شوي دي.

د امریکا د واشنگټن پوسټ ورځپانې د ټیليفونې خبرو هغه اسناد خپاره کړي دي چې د جنوري د ٢٠مې نیټې وروسته کله چې جمهوررئیس ډونلډ ټرمپ واک ته ورسیدو، څور ورځې وروسته د مکسیکو د جمهور رئیس اینریکه پینا نیتو او د اسټرالیا د صدرعظم میکولم ټرنبل سره کړې وې.

د دغو ټیلیفوني خبرو جزئیات پخوا هم راپورشوي وي خو اوس چې کومپوره اسناد خپاره شوي دي، دا څرگندوي چې کله ټرمپ د لومړي ځل دپاره جمهور رئیس کیږي او د ډیپلوماسي نړۍ ته ورداخلیږي، نو د دې هڅه ېې کړي وه چې د نړی د ځینو مشرانو سره ځینې وخت سختې او ځینې وخت نرمی خبری کوي.

په دغسې یو ټیلیفون کې ټرمپ د اسټرلیا د صدراعظم سره د جنوري په ٢٨ د مهاجرینو په مسلې دلیلونه واېې، او ورسته واېې چې دا خبرې خوښگواري نه وي.

د جنوري په ٢٧ په یو بل ټیلیفون کې ټرمپ د مکسیکو په جمهوررئیس پینا نیتو باندی ټینگار کوي چې په عامه دې دا خبرې نه کوي چې هیواد به ېې په سرحد باندې د پلان شوي سرحدي دیوال پیسې نه ورکوي.

خو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د مکسیکو جمهوررئیس لخوا هغه تهد"ښکلو کلیمو" مننه وکړه او وې ویل، " هیله لري چې مکسیکو به خپل اساسي قانون بدل کړي چې پینا نیتو ته اجازه ورکړل شي چې خپل واک وغځوي."

د امریکا او د مکیسکو ترمنځ د دیوال جوړولو د پلان مقصد دا دی چې متحده ایلاتو تهد غیرقانوني مهاجرت مخنیوی وشي او دا مسله د امریکا او د مکسیکو ترمنځ بنیادي مسله ده.

په دغو ا سنادو کې راغلي دی چې ټرمپ په دغه ټیلیفون کې د مکسیکو جمهورریس ته واېې " که تاسو داسې وایاست چې مکسیکو د دیوال جوړولو پیسې نه ورکوي، نو زه بیا له دې ورسته له تاسو سره نه وینم، ځکه چې زه دا خبره نشم منلی.

پینا نیتو له دې مخکې دامریکا او مکسیکو ترمنځ په سرحد د دیوال د جوړولو او د سوداگرۍ په مسلې په متحده ایلاتو کې د ټرمپ سره د ملاقات کولو پلان لغوه کړی و.

او بیا له هغه ورسته دغو دواړو مشرانو تیره میاشت په جرمني کې د جې ٢٠ ستر اقتصاد لرونکوهیوادونو د غونډی پرمهال ملاقات وکړ.

سپنې ماڼۍ ویلي دي چې د امریکا حکومت به په لومړي سرکې د دیوال د جوړولو د پروژې لگښت ورکړي چې کار پیل شي، اومکسیکو به بلاخره د دې پروژي لگښت ورکوي.

سپنې ماڼۍ او د مکسیکو د بهرینو چارو وزارت د ټیلیفونې خبرو داسنادو د خپرولو په اړه د پنجشنبې په ورځ سمدستي کومه تبصره نه ده کړې.

په دغو اسنادو کې راغليچې جمهور رئیس ډونلډ ټرمپ د اسټرلیا د صدراعظم ټرنبل سره د خبرو پرمهال په لومړي سر په دې خبرې غوصه شوی و چې د امریکا متحده ایالاتو سره داسې توقع کیږی چې دهغه موافقي درناوي وکړي چې پخوانې جمهورریس براک اوباما په وخت کې شوي وه.

په اسټرلیا کې ١٢٥٠ مهاجرین چې دا وخت د نارو او پاپو ني ګیني په ټاپو ګانو کې د مهاجرینو په کمپونو کې ساتل کیږي
په اسټرلیا کې ١٢٥٠ مهاجرین چې دا وخت د نارو او پاپو ني ګیني په ټاپو ګانو کې د مهاجرینو په کمپونو کې ساتل کیږي

پدې موافقې کښې راغلي دي چې امریکابه په اسټرلیا کې ١٢٥٠ مهاجرین چې دا وخت د نارو او پاپو ني ګیني په ټاپو ګانو کې د مهاجرینو په کمپونو کې ساتل کیږي، امریکا ته به راوړل شي.

ټرمپ په دغه ټیليفون کې ویلي و چې دا بهډیربد وبریښي، ځکه چې د خپل انتخاباتې کمپاین پرمهال یې ژمنې کړې وې چې امریکا ته د مهاجرینو د راتګ شمیر به کموي.

په دغه اسنادو کې راغلي " دا به ما ووژني، زه د نړۍ تر ټولو ستر شخص یم، چې نه غواړی خپل هیواد ته خلگ راپریږدي."

جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د اسټرالیا صدراعظم مکولم ټرنبول ته په خپلو خبرو کې دا هم وویل چې د روسېې جمهوررئیس ولادیمر پوټین او د نورو مشرانو سره د خبرو وروسته د هغه سره خبرې ېې ترټولو مشکلې وي.

XS
SM
MD
LG