د لاس رسي وړ اتصالات

شاید د ټرمپ د کډوالو فرمان هغه ته په محکمه کې جنجال جوړ کړي


ځیني امریکايي قاضیان وایي د جمهور رئیس فرمان د مذهبي ملحوظاتو له مخې صادر شوی دی.
ځیني امریکايي قاضیان وایي د جمهور رئیس فرمان د مذهبي ملحوظاتو له مخې صادر شوی دی.

د مهاجرت په اړه د امریکا د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د جنجالي فرمان په باب د امريکايي قاضیانو له پرله پسې مخالفت سره سره، سپڼه ماني تمه لري چې ددغه هېواد د استناف محکمه پدې قانعه کړي چې د جمهور رئیس ټرمپ فرمان د امریکا د ملي امنیت د ضرورتونو په اساس صادر شوی دی.

د امریکا د مدني ازادیو د اتحادیې مدافع وکیل عمر جضوت وایي هیڅ کله یې داسې یوه قضیه نه وه لیدلې. هغه زیاتوي "زمونږ په تاریخ کې هیڅ کله داسې نه و شوي چې د امریکا یو جمهور رئیس د یوه مذهب پسې شي او ورته ووایي چې تاسو دلته نشی راتلی.

د امریکا د څلورمې قضايي حوزې استیناف محکمې د دوشنبې په ورځ امریکا ته د شپږو اکثریت مسلمانو هېوادنو د اتباعو پر راتګ د سپینې ماڼۍ لخوا د لګیدلو محدودیتونو څېړل پیل کړل.

امریکای-عرب د تعبیض ضد کمیټې نه عابد ایوب وایي " مونږ به د دې اهانت ملاتړ ونکړو چې دا جمهور رئیس په هدفي ډول په عرب نژاده او هغو وگړو باندې چې د اسلام پیرو دي، بندیز عملي کوي. حکومت چې وغواړي په محکمې کې وسره لوبه وکړي خو دا پر مسلمانانو بندیز دی."

دا لومړی ځل دی چې یوه استیناف محکمه د مهاجرت په اړه د جمهور رئیس ټرمپ د تصحیح شوي فرمان په باب استعماعیه غونډه جوړوي.

عمر جضوت وایي حقایق د مسلمانانو په حق کې ده. " زه هیڅ کله د محکمې د فیصلې وړاندوینه نه کوم خو فکر کوم چې بلاخره به مونږ دا قضیه وگټو او د بندیز فرمان به له منځه لاړ شي."

یو شمیر امریکايي قاضیان پدې باور دي چې د جمهور رئیس فرمان د مذهبي ملحوظاتو له مخې صادر شوی دی.

خو امریکايي څارنوالان له محمکې غوښتي چې د جمهور رئیس بیانیو ته نه، بلکه د فرمان پر محتویاتو نظر واچوي.

XS
SM
MD
LG