د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا یو قاضي د ټرمپ د فرمان د تطبیق مخه ونیوله


ولسمشر ټرمپ وايي د دغو هېوادونو د وګړو پر راتګ بندیز یې د دې لپاره دی چې امریکا له ورانکارو وساتي
ولسمشر ټرمپ وايي د دغو هېوادونو د وګړو پر راتګ بندیز یې د دې لپاره دی چې امریکا له ورانکارو وساتي

د امریکا د واشنګټن ایالت یو قاضي د ټرمپ د هغه فرمان د تطبیقولو مخه ونیوله، چې له مخې یې د اوو مسلمان هېوادونو وګړي امریکا ته له راتګ منع کوي.

قاضي وویل چې د دغو هېوادونو وګړي چې اکثریت یې مسلمانان دي د الوتکو له لارې امریکا ته سفرونه کولی شي.

رویټرز راپور ورکړی چې دا کار له هغه ورسته شوی چې د امریکا د سیاټل ښار یوه قاضي د جمهوریس اجراییه فرمان بند کړ او د ځینو هوايي شرکتونو چارواکو هم دا خبره تایید کړې چې د دغو هېوادونو مسافر وړلی راوړلی شي.

د قطر هوايي شرکت لومړنی شرکت و چې ویې ویل دوی به د ایران، عراق، لیبیا، سومالیا، سوډان او د یمن مسافر چې امریکا ته د تګ قانوني اسناد ولري انتقال کړي.

د فرانسي، اسپانیې او جرمني هوايي شرکتونو هم له هغه ورسته وویل چې دوی د یادو شویو هیوادنو د مسافر وړل پیل کړي دي.

سپنې ماڼۍ ویلي دي چې دوی پلان لري څومره ژر چې ممکن وي، د قاضي د حکم پر ضد اپیل وکړي.

د دریو مهمو هوايي شرکتونو گلف، اتحاد او امارات هم په خپلو ویبپاڼو کې مسافرو ته د امریکا د جمهوریس د جنورۍ ٢٧ اجراییه فرمان په اړه مالوت ورکړي دي.

ښاغلي ټرمپ ویلي چې امریکا ته د دغو هېوادونو د ګړو یې له بندیز نه هدف خپلې خاورې ته د ورانکارو د راتګ مخنیوی دی. خو، د هغه د دغه فرمان پر ضد په امریکا کې لویې مظاهرې وشوې او دا پرېکړه په لویه کچه غندل شوې ده.

XS
SM
MD
LG