د لاس رسي وړ اتصالات

ترمپ: د سختدریځۍ ضد مبارزه د ښه او بد ترمنځ جگړه ده


ولسمشر ترمپ: د افغانستان زړورو امنیتي ځواکونو د طالبانو په وړاندې جگړې کې سترې قربانۍ ورکوي
ولسمشر ترمپ: د افغانستان زړورو امنیتي ځواکونو د طالبانو په وړاندې جگړې کې سترې قربانۍ ورکوي

سعودي عربستان ته د متحده ایالاتو د جمهور رئیس ډونالد ترمپ د سفر هدف د سخت دریځۍ او ترهگرۍ په وړاندې مبارزه او په سیمه کې د ایران د لاسوهنو مخنیوی ښودل شوی.

جمهور رئیس ټرمپ د یکشنبې په ورځ [د مې یوویشتمه] د اسلامي هېوادونو ګڼو مشرانو ته په وینا کې په هغوی غږ وکړ چې د سخت دریځو او نه‌ زغم پر ضد سره یوځای ودرېږي.

په ریاض کې د ولسمشر ترمپ د دې وینا هدف د سخت دریځې په وړاندې مبارزه او په منځني ختیځ کې ایران د زیاتیدونکې نفوذ په وړاندې د سنيانو ملاتړ کول دي.

"دا د عقاېدو یا بیلابیلو مذهبي فرقو یا دوو مختلفو مدنیتونو ترمنځ جگړه نده. دا جگړه د هغو وحشي مجرمانو او بې گناه انسانانو ترمنځ جگړه ده چې د انساني ژوند د بربادولو په هڅه کې دي."

د ایران په هکله جمهور رئیس وویل چې ایرانیان د خپل رژیم تر ټولو لوی قرباني دي.

"د ایران د رژیم چارواکي باید د ترهگرو د ملاتړ بودیجه په خپلو خلکو مصرف کړي. هغوی د ډیرو ښو شیانو لیاقت لري."

جمهور رئیس ترمپ د مسلمانو هیوادونو مشرانو ته پخپلې وینا کې زیاته کړه "تاسو سوریې ته وگورئ. ایران د اسد رژیم ته مرسته کوي او لکه څنگه مو چې ولیدل مونږ د اسد رژیم چلند نشو زغملی."

ښاغلي ترمپ د افغانستان په هکله وویل چې د افغانستان زړورو امنیتي ځواکونو د طالبانو او نورو ډلو په وړاندې جگړې کې سترې قربانۍ ورکوي.

د ملک سلمان وینا

د جمهور رئیس ترمپ تر خبرو مخکې د سعودي عربستان پادشا سلمان په خپلې وینا کې په ایران انتقاد وکړ مونږ په تاریخ کې په ترهگریزو اقداماتو نقش ندی لرلی خو ایران د اسلامي انقلاب نه وروسته په ترهگریزو اقداماتو کې نقش درلود.

د عربستان پادشاه وویل چې اسلامي هیوادونه نن موافقه وکړه چې د داعش د سخت دریځۍ په وړاندې مبارزې کې به هر ډول هڅه وکړې.

د جمهور رئیس ټرمپ سربېره د شااوخوا د پنځوسو هېوادونو مشران دې غونډې ته بلل شوي دي.

افغان ولسمشر هم په دې کنفرانس کې ګډون کړی او د ولسمشرۍ ماڼۍ د مرستیال ویاند دواخان مینه پال په خبره محمد اشرف غني به هغه ادرسونه په ډاګه کړي چې په افغانستان کې د دولت ضد سخت دریځې وسلهواله ډلې تمویل او تجهیزوي.

د خلیج د همکارۍ شورا

ښاغلي ترمپ تر وینا مخکې نن د خلیج د همکاریو د شورا غړي هیوادونو د مشرانو سره جلا جلا ولیدل. جمهور رئیس ترمپ د قطر، بحرین، مصر او کویت د مشرانو سره دوه اړخیزې خبرې وکړې.

ترمپ په ریاض کې د بحرین پادشاه سره ملاقات وکړ
ترمپ په ریاض کې د بحرین پادشاه سره ملاقات وکړ

ښاغلي ترمپ د بحرین د پادشاه حمد عیسی ال خلیفه سره په خبرو کې وویل"اوسمهال مونږ په ځینو جدي مسلو باندې خبرې کوو او په دې خبرو کې یوه مهمه مسله د ډیرو ښکلیو پوځي تجهیزاتو اخیستل دي ځکه چې هیځ څوک د امریکا په څیر یې نه جوړوي."

ولسمشر ترمپ د مصر جمهور رئیس خپل دوست وبالو
ولسمشر ترمپ د مصر جمهور رئیس خپل دوست وبالو

جمهور رئیس ترمپ د مصر د جمهور رئیس عبدالفتاح السیسي سره د ملاقات په مهال هغه یې دوست وبللو او وې ویل چې مصر ته یې د ورتگ بلنه ومنله.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس تیلرسن د شنبې په ورځ [د مې شلمه نیټه]د سعودي عربستان د بهرنیو چارو د وزیر عادل الجبیر سره په گډ خبري کنفرانس کې په یمن، عراق او سوریې کې د ایران له خوا د بهرني جنگیالیو ملاتړ او د اتومي وسلو د جوړولو پروگرام وغندلو.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر وویل "هیله لرو چې روحانی د خپل د جمهوري ریاست دویمې دورې کې په ایران کې د ترهگرو ډلو په له منځه وړلو او د دغو د ډلو مالي، بشري او لوجستیک ملاتړ نه په لاس اخیستلو او د دې ډلو د بې ثباته کولو کې استفاده وکړي. همدارنگه هیله لرو چې د بالستیک توغندیو د ازموینې مخه ونیسي او د ایران د خلکو حق بیا احیا کړي."

جمهور رئیس ټرمپ به د اسلام له مرکز سعودي عربستان نه وروسته، د دوو نورو ابراهیمي ادیانو؛ د یهودانو هیواد اسرائیل ته او له هغه ځای وروسته د کاتولیک عیسویت روحاني مرکز واتیکان ته ولاړ شي.

XS
SM
MD
LG