د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې ویلیم پولټ ، چې دا مهال د فدرالي کور جوړونې د مالي ادارې (FHFA) مشر دی، د تولسي ګبارد له استعفا وروسته به د ملي استخباراتو د سرپرست رییس په توګه دنده ترسره کړي.
ولسمشر ټرمپ په خپل ټولنیز پیغام کې وویل: «ویلیم د امریکا د تر ټولو حساسو چارو په مدیریت کې ژوره تجربه لري.»
پولټ د ۲۰۲۵ کال د مارچ راهیسې د امریکا د فدرالي ادارې د کور جوړونې مالي دفتر مشر دی او د فاني مې (Fannie Mae)، فریډي مک (Freddie Mac) او د کورونو د فدرالي پورونو او بانکونو څارنه کوي.
ټرمپ د فاني مې او فریډي مک د مشر په توګه د پولټ د دورې ستاینه وکړه او ویې ویل چې د هغه تر مشرۍ لاندې د دغو ادارو شتمنۍ د پام وړ زیاتې شوې دي.
پولټ تر اوسه د خپلې نوماندۍ په اړه څه نه دي ویلي، خو هغه په ایکس (پخوانی ټویټر) کې د ولسمشر اعلان بیا خپور کړی او په دې توګه یې د ټاکنې منل څرګند کړي دي.
د ټرمپ له ادارې سره تر یوځای کېدو مخکې، پولټ تر ډېره د کور جوړونې د پانګونې شرکت «Pulte Capital Partners LLC» او خیریه فعالیتونو له امله شهرت درلود.
ټاکل شوې ده چې د ګبارډ وروستۍ کاري ورځ د جون ۳۰مه وي.
ګبارډ د مې په ۲۲مه ویلي وو: «زما د ژوند ملګری، ابراهیم، په دې وروستیو کې د هډوکو د سرطان په یوې خورا نادرې بڼې اخته تشخیص شوی دی. په دې وخت کې زه اړه یم چې له دولتي دندې لاس واخلم څو د هغه تر څنګ واوسم او په بشپړه توګه یې ملاتړ وکړم.»
د ټرمپ په وینا، پولټ به د ملي استخباراتو د سرپرست د رئیس په توګه د دندې تر څنګ د فدرالي کور جوړونې د مالي ادارې د مشر په توګه هم خپل کار ته دوام ورکړي.
د ملي استخباراتو رئیس د ولسمشر تر ټولو مهم استخباراتي سلاکار ګڼل کېږي او د امریکا د ۱۸ بېلابېلو استخباراتي ادارو او واحدونو نظریات ولسمشر ته وړاندې کوي.
د ملي استخباراتو د سرپرست رئیس په توګه، پولټ د سنا جرګې د تایید اړتیا نه لري او کولی شي تر ۲۱۰ ورځو پورې په دې دنده کې پاتې شي.
فورم \ دبحث خونه