د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ د افغانستان د ستراتیژۍ نه مطمین دی


د امریکا ولسمشر ښاغلي ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ د امریکا د ملي امنیت د نوې تگلارې په هکله خبرې کولی، هغه په خپلې وینا کې وویل چې د نوي تگلارې د اعلان نه وروسته د افغانستان په جنگ کې تغیرات راغلي دي.

ولسمشر ټرمپ وویل چې په افغانستان کې د خپلو سرتیرو شمیر په حالاتو او زمان پورې نه تړي او دښمن ته به خپل پلانونه نه افشا کوي.

ډونالډ ټرمپ وایي که پاکستان د امریکا سره دوستي غواړي نو په خپله خاوره کې دې د ترهگرو په ضد جدي اقدامات وکړي. امریکا هم د دې لپاره پاکستان ته هر کال په ملیونو ډالر ورکوي.

د امریکا ولسمشر د ملي امنیت په هکله په نوي پالیسۍ کې د پاکستان نه وغوښتل چې د ترهگرو په ضد دې د کوم توپېر نه پرته جدي عمل وکړی.

ښاغلي ټرمپ وویل چې هغوي به ترهگر که هر چیرته وي، تعقیب کړي.

ولسمشر ټرمپ په خپله وینا کې وویل چې امریکا او متحدین یې د ترهگرۍ د گواښونو سره مخامخ ده نو ځکه هغوي د سرحدونو د خوندیتوب لپاره اقدامات کړیدي. هغه وویل امریکا په لومړني ځل د خپل سرحدونو د حفاظت لپاره اقدامات کړیدي. هغه زیاته کړه."هغه ملت چې سرحدونه ونلري، ملت ندی."

ولسمشر زیاته کړه چې د ملي امنیت نوي پالیسي به د امریکایانو په گټه تمامه شي.

ټرمپ وویل چې مونږ به د اسلامي ترهگرۍ په ضد داسې پیاوړي اقدامات وکړو چې هغوي ونکړی شی چې د امریکا امنیت ته هیڅ ډول خطر پیښ کړي."زمونږه ستراتیژي د ملي گټو د څلورو ټکو د پرمختیا ضمانت کوي.، لومړې مونږ باید د امریکا د ولس، خاورې او د ژوند د طریقې حفاظت وکړو."

د یادونې وړ ده چې ولسمشر ټرمپ د اگست په میاشت کې د افغانستان لپاره ستراتیژي اعلان کړي وه چې یې پکې د پاکستان نه غوښتي و چې د ترهگرو په خلاف جدي اقدامات وکړي.

امریکا وایي چې د ولسمشر د نوي ستراتیژۍ د اعلان نه وروسته یې په افغانستان کې د داعش او د نورو ترهگرو ډلو په ضد خپل هوایي بریدونه درې برابره زیات کړیدي.

XS
SM
MD
LG