د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: شمالي کوریا به اقتصادي آینده ونلري که له اټوم نه لاس په سر نشي


د جنوبی کوریا سمندري عسکر د کلنیو نظامي تمریناتو په وخت کې، اپریل، ٥- مه ٢٠١٨
د جنوبی کوریا سمندري عسکر د کلنیو نظامي تمریناتو په وخت کې، اپریل، ٥- مه ٢٠١٨

ولسمشر ډانلډ ټرمپ پر شمالي کوریا فشار اچولی دی چې یوې موافقې ته سره ورسیږي.

ولسمشر ډانلډ ټرمپ پر شمالي کوریا فشار اچولی دی چې یوې موافقې ته سره ورسیږي.

د متحدو ایالاتو ددفاع وزارت یوشمیر هغه ستر مشترک نظامي تمرینونه ځنډولي دي چې هرکال ېې سرته رسوي.

که څه هم جنوبي کوریا وویل چې دوی به د پخوانیو تمریناتو په ځای نوي تمرییونه پیل کاندي، خو دواړو هېوادونو یوشمیر مشترک نظامي تمرینونه د سینگاپور د غونډې راهیسې ځنډولي دي.

ولسمشر ډانلډ ټرمپ د شنبی په ورځ د مارچ په دویمه وویل شمالي کوریا به ډیره روښانه اقتصادي آینده ولري که د غیر اټومي کیدنې پر معامله موافقه وکړي.

ښاغلي ټرمپ وویل" خوکه چېرې هغوی اټومی وسلې ولري، نو هغوی به اقتصادي آینده هم ونلري."

ټرمپ – شمالی کوریا - اټوم
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:34 0:00

دولسمشرټرمپ او کیم جانگ اون ترمنځ په ویتنام کې دویمه سرمشریزه غونډه له کومې موافقې پرته پای ته ورسیدله. پر شمالي کوریا د اقتصادي بندیزونو کموالی دهغوی داټومي پروگرام نه د لاس اخیستلو په بدل کې سرته ونه رسید.

واشنگټن او شمالي کوریا دواړه په دې سره جوړشول چې خبرو ته به دوام ورکړي خو خو دا یې سره ونه ویل چې د خبرو بل یا پړاو به څه وخت وي.

یوشمیر کسان، د ولسمشر ټرمپ ستاینه کوی چی یوې ناوړه معاملې ته ېې پښه ور داخل نکړله. خو له دې امله پرې انتقاد هم وشو چې د کیم جانگ اون د رهبرۍ ستاینه يې وکړله او دهغه په مشرتوب يې بار وکړ؛ په داسی حآل کې چې هغه په دې خبر دی چی دامریکا له یوه شاگرد آټو وارم بیر سره ېې په شمالی کوریا څه ډول سلوک کړی و .

XS
SM
MD
LG