د لاس رسي وړ اتصالات

ډانلډ ټرمپ: زه هروخت په خبرو باور لرم


ولسمشر ډانلډ ټرمپ د جمهوري گوند له مشرانو سره پرون د جنوري په شپږمه په کمپ ډیویډ کې په یوه خبري کنفرانس کې د کوریاگانو ترمنځ خبرو په اړه پوښتنو ته ځوابونه وویل.
ولسمشر ډانلډ ټرمپ د جمهوري گوند له مشرانو سره پرون د جنوري په شپږمه په کمپ ډیویډ کې په یوه خبري کنفرانس کې د کوریاگانو ترمنځ خبرو په اړه پوښتنو ته ځوابونه وویل.

د متحدو ایالاتو ولسمشر ډانلډ ټرمپ دشنبی په ورځ په دې اړه دخپل نقش ستاینه وکړله چې شمالی کوریا او جنوبی کوریا په خپل منځ کې نیژدې دي چې خبرې پیل کاندي. هغه ژمنه وکړله چی متحده ایالات به په یوه مناسب وخت کې په دې خبرې کې برخه واخلی.

ولسمشر ډانلډ ټرمپ د شنبی په ورځ په یوه غیرمعمولي خبری کنفرانس کې په کمپ ډیویډ کې خبرې وکړلې.

هغه ددې پوښتنی په ځواب کې چې تاسی د شمالی کوریا او جنوبی کوریا ترمنځ خبروپه اړه چې یوازې د اولمپیک تر بریده پاتې شي، د راحت احساس کوئ، وویل: ما د جنوبی کوریا له ولسمشر مون جې ان سره خبرې وکړلې، هغه له مانه مننه وکړله چې ما په دې ا ړه ډیر کلک دریځ غوره کړیدی. او تاسی پوهېږئ چی په تیرو پنځه ویشت کلونو کې هغوی له کلک دریځ نه کار ندی اخیستی

ښاغلي ټرمپ ددې خبرو د پرمختگ هیله څرگنده کړله. "..زه هیله من یم چې هغوی پرمختگ وکړي، زه ددواړو هېوادونو شمالی او جنوبی کوریا ترمنځ پرمختگ غواړم. زه غواړم شمالی کوریا د اولمپیک په لوبو کې برخه واخلي او ښايي چې نور شیان له همدې نه پیل شي. او زه ېې په سلو کې سل تر شا ولاړیم.

ولسمشر ډانلډ ټرمپ وايي که د شمالی کوریا په اړه دده پیاوړی دریځ نه وای نو دهغوی ترمنځ خبری به ممکن شوې نه وای.

د متحدو ایالاتو ولسمشر ډانلډ ټرمپ وايي: زما له کلک دریځ او ټینگو خبرو نه پرته ، نه یوازې کلک دریځ بلکه یوڅه اقدامات باید سرته ورسیږي. که داکارونه نه وای شوي، نو هغوی به اوس داولمپیک خبرې نه کولی.

ولسمشر ډانلډ ټرمپ ددې راتلونکیو خبرو په اړه وویل که چېرې له دې خبرونه کوم مثبت شی راووزي نو دابه د ټول بشریت لپاره ستره خبره وي. دابه د نړی لپاره ستره خبره وي.

د متحدو ایالاتو ولسمشر ډانلډ ټرمپ وايي: زه غواړم داخبرې داولمپیک له بریدنه واوړي او په یوه مناسب وخت کې به موږ پکی برخه واخلو.

یوه خبریال وویل تاسی دیته چمتویاست چی له کیم جانگ اون سره اوس ټیلیفوني خبرې وکړئ؟

د متحدو ایالاتو ولسمشر ډانلډ ټرمپ وویل: یقینا، زه هروخت په خبرو باور لرم. خو موږ ډیر کلک دریځ لرو، ته په دې پوهېږې. موږ پیاوړتیا او ثبات لرو. خو زه به په بشپړه توگه خبرې وکړم.

په دې نیژدې وخت کې ولسمشر ټرمپ ا وکیم جانگ اون له یوبل سره ډېرې تیرې او توندې خبرې د خپلو اټومی جبه خانو په اړه تبادله کړلی. کیم جانگ اون وویل اټومي تکمه دده پر مېز پرته ده او گواښ ېې وکړ چې د امریکا هره برخه دده د اټومي وسلو په برد کې راځي.

ترهغی ورو سته ولسمشر ټرمپ په ټویټر کې ولیکل: دهغه د وږي رژیم کوم سړی دی کیم خبر کړي چې زه هم د اټومي وسلو توکمه لرم او دا دهغه له توکمې نه ډیره ستره اوډیر ځواکمنه ده. او داتوکمه کار ورکوي.

له بل پلو د جمعی په ورځ شمالی کوریا د جنوبی کوریا د اولمپیک په اړه د جگپوړو چارواکیو په کچه دخبرو وړاندیز ومانه. دا خبری به د جنوری په نهمه د پنوم جام په کلې کې چې ددواړو کوریاگانو ترمنځ غیر نظامی سیمه گڼل کېږی پیل شی. نن د یکشنبې په ورځ شمالی کوریا خپل پنځه کسیز هیئت چې ددې هېواد استازیتوب وکړی اعلان کړ.

XS
SM
MD
LG