د لاس رسي وړ اتصالات

شمالی کوریا ته ډونالډ ټرمپ تازه خبرداری ورکړ


د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ شمالې کوریا او د هغه هیواد د مشر پرضد خپل دریځ نور هم سخت کړ. ښاغلي ټرمپ شمالي کوریا ته خبرداری ورکړي چې په ګوام او یا د امریکا په متحدینو دې د توغندیو د برید فکر نکوي.

جمهور رئیس ټرمپ د نیوجرسی په ایالت کې خبریلانو ته وویل که شمالي کوریا په ګوام یا زمونږ په متحدینو برید وکړ "داسی څه به ورپیښ شي چې وړاندې ېې چا ساری نه وي لیدلی. "

ټرمپ د شمالې کوریا مشرکیم جونگ اون ته په اشارې وویل "هغه زمونږ د هیواد ډیره بې احترامې کړې او داسي شیان یې ویلي چې بیخي ډیر بد دی".

د شمالی کوریا دولتي خبري اژانس د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې پوځ پلان لري د منځني واټن څلور توغندي د جاپان د لاری په آرام سمندر کې د امریکا د ګوام په سیمه وار کړي. پوځ ویلي دي چې د دې برید پلان به د روانې میاشتې تر پنځلسمې پورې نهایي کړي او د خپل هیواد د مشر امر ته به انتظار باسي.

ټرمپ زیاته کړه " که شمالي کوریا پر هر هغه هیواد چې زمونږ متحدین دي، رانږدې دي او یا یې مونږ استاځیتوب کوو ، د برید کولو فکر هم وکړي، نو دوی باید ډیر زیات په تشویش کې اوسي.

د شمالي کوریا په پلان کې راغلي دي چې دغه توغندي به د گوام د ټاپو څخه په ٣٠ او ۴٠ کیلو مترو واټن کې ورغورځوي.

د جمهور رئیس ټرمپ نه پوښتنه وشوه، چې آیا دی به په دې فکر وکړي چې مخکې له مخکې په شمالي کوریا برید وکړي چې د دې توان یې ورختم کړل شي چې د امریکا په متحده ایلاتو اتومي برید وکړي؟ټرمپ په ځواب کې وویل "مونږ به وگورو چې څه پیښیږی."

د امریکا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ واک ته د رسیدو راهیسې دا ژمنه کوي چې د هغو هیوادونو به دفاع کوي چې د شمالې کوریا د خطر سره مخا مخ دي.

د امریکا متحده ایالات او جنوبي کوریا په تخنیکي ډول د شمالې کوریا سره د ١٩٥٠ او ۱۹٥٣ کال راهیسې د کوریا د جگړې وروسته په جنګ اخته دی. د دې جنګ نه وروسته اوربند وشو خو د سولې موافقه ونشوه.

XS
SM
MD
LG