د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر ټرمپ د یو اېف سي له مشر څخه غوښتي چې د سپینې ماڼۍ ویاند شي

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نړیوالو ګډو رزمي لوبو د بنسټ (یو اېف سي) مشر ډېنا وایټ ته وړاندیز کړی چې د سپینې ماڼۍ د ویاند دنده ومني.

ټرمپ د شنبې په ورځ [نومبر ۷مه] د ټروت شوشیل په ټولنیزې پاڼې کې د یو پيغام په خپرولو سره لیکلي: "زه په خوښۍ سره اعلان کوم چې یو تاوتریخجن مبارز او جنګیالي، ستر ډېنا وایټ ته د متحدو ایالتونو د مطبوعاتو مشر د دندې وړاندیز شوی دی."

د ولسمشر ټرمپ د لیکنې له مخې، ډېنا وایت ته دا هم ویل شوي چې له ځان سره د اسلام ماخاچیف، خبیب نورمحمدوف، جسټن ګیټجی، ډینیل کورمیئر، امانډا نونز، او کیلا هریس په څېر د ګډو رزمي لوبو اتلان د خپلو مرستیالانو په صفت راولي.

ټرمپ زیاته کړه: "ډېنا به داسې مطبوعاتي مشر وي چې بې ساری به وي. ډېنا، مهرباني وکړه دا دنده ومنه!"
۵۷ کلن وایټ ویلي چې هغه د ولسمشر ټرمپ سره د لیدلو په موخه به واشنګټن ډي سي ته سفر وکړي.

وایټ د شنبې په ورځ په لندن کې تر یوې ورزشي سیالۍ وروسته خبریالانو ته وویل: "مونږ د دوشنبې په ورځ یوه غونډه لرو نو زه ډاډه یم چې له هغې وروسته به د خبرو کولو لپاره ډېر څه ولرم."

وایټ په انسټاګرام کې خپله یوه ویډیو چې د سپینې ماڼۍ د خبري غونډو د خطابې میز شاته ولاړ دی، خپره کړې او ورسره جوخت يې لیکلي چې "د یو بل فصل په لور."

د یوې مودې راپدې خوا، د سپینۍ ماڼۍ د ویاند څوکۍ تشه ده. کېتې زکرایا د اکټوبر په میاشت کې دغې دندې ته وګمارل شوه خو له پنځو ورځو کار کولو وروسته له دندې ګوښه شوه.

د سپینې ماڼۍ مخکینۍ ویانده کارولین لېویټ د اګست په میاشت کې د خپل دویم ماشوم له زېږون وروسته، خپله دنده پرېښوده.

د متحدو ایالتونو ولسمشر د یو اېف سي په ځېنو لوبو کې ګډون کړی او سپینه ماڼۍ د جون په میاشت کې د ګډو رزمي لوبو د سیالیو کوربنه وه. یو اېف سي فریډم ۲۵۰، د متحدو ایالتونو د خپلواکۍ ۲۵۰مه کلیزه او د ولسمشر ټرمپ د زوکړې ۸۰مه کلیزه ولمانځله.

فورم \ دبحث خونه

​
XS
SM
MD
LG