د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: د ایران سره د جګړې تر ګټلو وروسته د تېلو بیې راټېټېږي

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډنالډ ټرمپ وايي چې د ایران پر وړاندې د جګړې تر ګټلو وروسته به د تېلو بیې راټېټې شي.

ټرمپ د دوشنبې په ورځ [سپټمبر ۷مه] په خپل ټروت سوشیل ټولنیزې پاڼې کې یو ځل بیا ټینګار کړی چې واشنګټن به تهران ته اجازه ورنکړي چې اټومي وسلې ولري.

د متحدو ایالتونو ولسمشر وايي چې د تېلو بیې به په چټکۍ سره راټیټې شي او دا به هغه وخت وشي چې امریکا د ایران پر وړاندې جګړه وګټي.

ټرمپ لیکلي: "کله چې موږ له ایران سره جګړه وګټو، د تېلو بیې به په چټکۍ سره راټیټې شي، لکه د هر بل شي بیې چې راټیټیږي (خو تر هغو هم ډېرې!)، په هر ګیلن درې ډالره، خو په پای کې به له دوو ډالرو هم ټیټې شي."

رویترز خبري اژانس لیکلي چې د سې شنبې په ورځ [سپټمبر ۸مه] د امریکا د ونډو په بازار کې د تېلو بیې ښکته او پورته شوې ځکه چې په منځني ختیځ کې حالاتو د تیلو بیې د جولای له وروستیو راهیسې تر ټولو لوړې کچې ته ورسولې.

له بلې خوا د امریکا مرکزي قوماندانۍ سنټکام ویلي چې دوي د سمندري محاصرې په دوام، په هرمز تنګي کې په لسګونو کښتیو باندې لګیدلي مقررارت عملي کړي او د سپټمبر تر ۷مې پورې یې د ۹۴ سوداګریزو کښتیو لاره بدله کړې، درې یې له کاره غورځولي او دوو نورو ته ختلي څو د محاصرې رعایت کول یقیني شي.

په همدې حال کې د نړیوالې اټومي انرژۍ د ادارې مشر رافایل ګروسي وايي چې ایران اوس هم د اټومي وسلو د نه خپرېدو د تړون غړی دی او پدې برخه کې مکلفیتونه لري.

ګروسي زیاته کړې: "ایران، البته، د اټومي وسلو د نه خپرېدو تړون (NPT) غړی هیواد پاتې کیږي او دوی مکلفیتونه لري."

د قطر د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند د سه‌شنبې په ورځ وویل چې دوحه د چین په شمول، په سیمه او ټوله نړۍ کې له خپلو شریکانو سره کار کوي چې په پایله کې یې د متحده ایالتونو او ایران ترمنځ خبرې بیا پیل شي.

د قطر لومړی وزیر او د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن الثانی اوسمهال په بیجینګ کې دی او له چينايي چارواکو سره یې کتلي.

This item is part of

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG