د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ- د ایران خوښه چې زمونږ سره خبرې کوي او کنه


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي چې د ایران سره خبرو امکاناتو په اړه اندیښمن نه دی، خو وې ویل چې ایران په ډیر مشکل کې دی او د ځان د ژغورلو هڅې کوي.

ولسمشر ټرمپ د کویت د امیر سره د ملاقات نه مخکې خبریالانو ته وویل "ایران دا وخت په مصیبت کې دی". ولسمشر ټرمپ پدی اړه تفصیل ور نکړ او زیاته یې کړه,"ایران د ځان ژغورولو کوښښ کوي. مونږ به وگورو چې څه کیږي. هغوي خبرې کوي او کنه، دا په ما پورې نه، په هغوي پورې اړه لري."

ولسمشر ټرمپ د می په میاشت کې امریکا د اتومي وسلو د تړون نه وویست او په ایران یې نور سخت اقتصادي بندیزونه ولگول چې دغه کار ایران ناراضه کړیدی.

ټرمپ د جولایي په میاشت کې ویلي و چې د شرایطو پرته د ایران د مشر روحاني سره خبرو ته تیار دی چې د دواړو ملکونو اړیکې ښې شي. روحاني دغه وړاندیز رد کړ او وی ویل چې دا ملنډې دي.

XS
SM
MD
LG