د لاس رسي وړ اتصالات

ولسمشر ټرمپ: د ایران پر وړاندې د بري په اړه باید وروستۍ پرېکړه وشي

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي امریکا د ایران په اړه ښه پرمختګ کړی او اوس باید وروستۍ پرېکړه وشي چې د ایران د حکومت پر وړاندې بریا به په کومه لاره ترلاسه کېږي.

ولسمشر ټرمپ د سې شنبې په ورځ (اکتوبر ۲۰) په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: «موږ د ایران په اړه ډېر ښه روان یو. یوازې باید وروستۍ پرېکړه وکړو چې په کومه لاره بریالي کېدل غواړو؛ ایا غواړو په نرمه او دوستانه لاره بریالي شو، که په سخته او غیر دوستانه لاره؟»

ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا یادونه وکړه چې د ایران سره د شخړې له پای ته رسېدو سره به د نفتو بیې هم راټیټې شي. هغه زیاته کړه چې د نفتو د بیې لوړېدل یو کوچنی قیمت دی چې د ایران د اټومي وسلو د ترلاسه کولو د مخنیوي لپاره ورکول کېږي. ټرمپ ایران «په نړۍ کې د ترهګرۍ تر ټولو لوی دولتي ملاتړی» وباله او هغه یې «د نړۍ تر ټولو خطرناک هېواد» یاد کړ.

ټرمپ همدا راز وویل چې امریکا اوس کولی شي له هغه ځایه ووځي، خو ټینګار یې وکړ: «دا زما لپاره کافي نه ده. موږ باید ډاډ ترلاسه کړو چې دا موضوع بیا په پنځو، شپږو یا لسو کلونو کې تکرار نه شي.»

د ولسمشر ټرمپ له دې څرګندونو یوه ورځ وړاندې د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د امریکا له ولسمشر سره په ټیلیفوني خبرو کې ټینګار وکړ چې د ایران د اسلامي جمهوریت په اړه د دواړو هېوادونو کار لا هم «نیمګړی دی» او باید په ګډه یې بشپړ کړي.

د سې شنبې په ورځ راپور ورکړل شو چې د امریکا د جګړې وزارت د «تیوډور روزوېلټ» د الوتکو ‌لېږدوونکې بېړۍ او د سمندري ځواکونو یوه پوځي قطعه منځني ختیځ ته استوي. دا اقدام په داسې حال کې کېږي چې د ایران د حکومت پر ضد د احتمالي نویو پوځي بریدونو د ارزونې په ترڅ کې به د ډونالډ ټرمپ حکومت ته نور پوځي انتخابونه هم چمتو کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG