د لاس رسي وړ اتصالات

په امریکا کې د تاوتریخوالي په اړه د ټرمپ غبرگون


د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ
د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ

د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ د تکزاس او اوهایو ایالتونو کې د ډزو د دوو پیښو په غبرگون کې وویل چې کرکه په امریکا کې ځای نلري.

د امریکا جمهور رئیس پرون د اگست په څلورمه (زمري ١٣) په سپینه ماڼۍ کې پدې ټینگار وکړ چې بریدگر سخت روحي ناروغان دي او زیاته یې کړه چې د وسله والو بریدونو ستونزه د کلونو راهیسې روانه ده او باید مخه یې ونیول شي.

د امریکا د تکزاس او اوهایو ایالتونو په دوو مرگونو پیښو کې لږ تر لږه ٢٩ تنه ووژل شول او ۴٢ تنه ټپیان شول. یو بریدگر د پیښې پر وخت ووژل شو او د بلې پیښې بریدگر پولیسو ونیو.

ښاغلي ټرمپ د تکزاس ایالت ډزې "وحشتناکې" وگڼلې او امر یې وکړ چې ددغو دوو بریدونو قربانیانو ته په درناوي بیرغونه نیمه ځوړند شي.

د امریکا په کانگرس کې د تکزاس استازی جکوین کاسترو تیره ورځ په یوه اعلامیه کې وویل چې "د اسپانوي الاصله امریکایانو پر ضد دا ترهگریز برید د نژادي توپیرونو د افکارو زیږنده ده".

XS
SM
MD
LG