د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د سېشنبې په ورځ (اګست ۴) له ایران سره "ټوله ورځ" مذاکرات او "ډېرې ښې خبرې اترې" شوي دي.
ټرمپ له فاکس نیوز شبکې سره په مرکې کې ویلي چې د هرمز تنګی به "ژر بېرته پرانیستل شي" او خبرداری یې ورکړ چې که ایران له دې بهیر څخه شاته شي، نو "سخت ګوزار" به وخوري، چې د هغه په وینا دا به "د دویمې نړیوالې جګړې وروسته تر ټولو لوی برید" وي.
ولسمشر ټرمپ زیاته کړه، "هغوی له ما سره اړیکه ونیوله او په ډېر ادب یې وویل: مهرباني وکړئ، ایا خبرې کولی شو؟ هغوی داسې یو برید نه غوښت. ما هم وویل هو، کولی شو خبرې وکړو. راځئ چې دا موضوع د تل لپاره پای ته ورسوو. "
ولسمشر ټرمپ وویل چې دا کار باید لسیزې وړاندې شوی وای، او زیاته یې کړه چې پخوانیو امریکایي ولسمشرانو یا نورو هېوادونو باید دا موضوع حل کړې وای.
ټرمپ د ایران د اټومي پروګرام په اړه وویل: "ایران به هېڅکله اټومي وسله ترلاسه نه کړي. همدا اوس هم نور د دې توان نه لري، خو دا موضوع به په رسمي ډول هم وروستۍ شي. "
دا په داسې حال کې ده چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د دوشنبې په ورځ ویلي وو چې تهران او واشنګټن هېڅ ډول خبرې اترې نلري او هېڅ غونډه هم نه ده پلان شوې.
خو قطر د سې شنبې په ورځ اعلان وکړ چې منځګړو هېوادونو د جګړې د پای ته رسولو لپاره په خپلو هڅو کې پرمختګ کړی دی.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماجد الانصاري وویل چې د دغه هېواد ډیپلوماتان له پاکستان او عمان سره یو ځای د خبرو اترو د اسانتیا لپاره کار کوي.
اکسیوس خبري شبکې هم راپور ورکړی چې امریکا، ایران او عمان د هرمز تنګي د بېرته پرانیستلو لپاره د ۶۰ ورځني موقت تړون وروستي پړاو ته نږدې شوي دي او تمه کېږي چې دغه تړون د چهارشنبې په ورځ اعلان شي.
د اکسیوس د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د تېرې اوونۍ په پای کې د تړون له چوکاټ سره موافقه کړې وه، او د ایران مشر د سه شنبې په ورځ هغه تائید کړی دی.
بل خوا، د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د چهارشنبې په ورځ له خپل بریتانوي سیال اېډ میلیبنډ سره کتلي او دواړو لورو د هرمز په تنګي کې د خوندي تګ راتګ پر اهمیت ټینګار کړی دی.
د وزارت د اعلامیې له مخې، دواړو مشرانو دا هم ویلي چې ایران ته باید ددې اجازه ورنکړل شي چې اټومي وسلې ترلاسه کړي.
فورم \ دبحث خونه