د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ د امریکا او مکسیکو تر منځ‌ د دیوال د جوړیدو فرمان صادر کړ


سپینه ماڼۍ وایي که دیوال جوړ شي ،‌ د مکسیکو نه به مخدره مواد او غیرې قانوني مهاجر امریکا ته نه راځي.
سپینه ماڼۍ وایي که دیوال جوړ شي ،‌ د مکسیکو نه به مخدره مواد او غیرې قانوني مهاجر امریکا ته نه راځي.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د چارشنبې په ورځ خپله یوه بله ژمنه هم پوره کړله چې د انتخاباتي مبارزو پر وخت یې د خلکو سره کړې وه. ښاغلي ټرمپ ویلي و چې د مکسیکو او امریکا تر منځ په سرحد کې به دیوال جوړوي چې د غیرې قانوني مهاجرو د راتګ مخه ونیسي.‌

هغه د دیوال د جوړیدو لپاره فرمان لاسلیک کړ او خپله ژمنه یې پر ځای کړله.

په متحده ایالاتو کې د یوولس ملیونه په شاوخوا کې غیرې قانوني مهاجر پراته دي چې اکثره یې د جنوبي یا لاتیني امریکا خلک دي. جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ ویلي دي چې د دغو کسانو د جملې نه به ټول هغه یې د امریکا نه وباسي چې جرمي سابقه ولري.‌

خو یو شمیر والیانو ویلي دي چې د ډونالډ ټرمپ د حکومت خبره نه مني او د خپلو ایالتونو نه به غیرې قانوني مهاجر ونه باسي. ټرمپ دغو ایالتونو ته خبرداری ورکړی چې د دې کار په بدل کې به فدرالي مرستې پرې بندې کړي.‌

جمهور رئیس ډونالډ‌ ټرمپ چې د متحده ایالاتو د کورني امنیت په وزارت کې یې د اجرائیوي فرمان د لاسلیک کولو پر وخت خبرې کولې‌،‌وویل چې " غواړم په امریکا کې د قانون حاکمیت راولم"

ټرمپ ویلي دي چې د دیوال د جوړیدو کار به په راتلونکو څو میاشتو کې پیل شي او د پلان جوړونې کار یې همدا اوس روان دی.

امریکا د مکسیکو سره ۳۲۰۰ کیلو متره اوږد سرحد لري او د دیوال جوړیدل به ښایي چې په ملیاردو ډالر لګښت ولري. سره لدې چې ښاغلي ټرمپ ویلي دي‌ چې دغه لګښت به مکسیکو ورکوي چې د مکسیکو مشرانو ویلي دي "په هیڅ صورت دغه پیسې نه ورکوي.‌"

تمه کیږي چې د مکسیکو جمهور رئیس انریکه پینا نیتو راتلونکې اوونۍ واشنګټن ته راشي او د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ سره وګوري خو په مکسیکو کې ځینو جګپوړو چارواکو د خپل رهبر نه غوښتي دي چې د "اعتراض" په توګه دې خپل سفر لغوه کړي.‌

XS
SM
MD
LG