د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د فورټ هوډ د ۲۰۰۹ کال د برید کوونکي، ندال مالک حسن د اعدام لپاره د ډزو د ډلګیو د کارولو منظوري ورکړې ده.
د امریکا د دفاع وزارت ویاند شان پارنل د سهشنبې په سهار پر خپل ایکس پاڼې کې لیکلي چې د جګړې وزیر پيټ هګسیټ د سپارښتنې په اساس ټرمپ د حسن د اعدام لپاره د ډزو د ډلګيو کارول تصویب کړي دي.
پارنل حسن «محکوم ترهګر» بللی او ویلي یې دي چې هغه په ۲۰۰۹ کال کې د ټکزاس ایالت په فورټ هوډ پوځي اډه کې پر بېوسلې امریکايي پوځیانو ډزې وکړې، ۱۳ کسان یې ووژل او ۳۲ نور یې ټپیان کړل. د پارنل په وینا، حسن د برید پر مهال د «الله اکبر» نعرې وهلې.
د امریکا د دفاع وزارت به د حسن د اعدام وخت او ځای وټاکي.
حسن، چې د امریکا په پوځ کې د رواني ناروغیو ډاکتر و، د ۲۰۰۹ کال د نومبر په پنځمه د فورټ هوډ په پوځي اډې کې پر هغو پوځیانو ډزې وکړې چې د عراق او افغانستان جګړو ته د استولو لپاره چمتو کېدل. د برید په لومړیو راپورونو کې ویل شوي وو چې ۱۳ کسان وژل شوي وو.
د امریکا پوځي محکمې حسن په ۲۰۱۳ کال کې د ۱۳ کسانو د وژنې په تور مجرم وپېژاند او د اعدام سزا یې ورته واوروله.
د برید نه مخکې د حسن د نظرونو، چلند او اړیکو په اړه هم پوښتنې راپورته شوې وې. امریکایي چارواکو ویلي وو چې هغه د یمن له یوه سختدریځه امریکايي مسلمان دیني عالم، انور العولقي، سره د ایمیل له لارې اړیکې لرلې.
په ۲۰۰۹ کال کې د امریکا د پوځ چارواکو د دې موضوع په اړه څېړنې هم وکړې چې ایا د حسن د احتمالي افراطي کېدو نښې له برید وړاندې موجودې وې او که نه.
فورم \ دبحث خونه