د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ په واشنګټن کې خپل هوټل پلوري


د ټرمپ انټرنیشنل هوټل د سپینې ماڼي نه یوازې څو کوڅي فاصله لري.
د ټرمپ انټرنیشنل هوټل د سپینې ماڼي نه یوازې څو کوڅي فاصله لري.

د امریکا د مخکني جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ د هوټل کورنی شرکت په واشنګټن ډي سي کې په «ټرمپ انټرنیشنل هوټل» کې خپله برخه په ۳۷۵ میلیون ډالرو پلوري.

د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې د څو کسانو له قوله چې د موضوع په هکله معلومات لري ویلي چې د فلوریډا ایالت د میامي په ښار کې د سي جي آی سوداګریز ګروپ قرارداد کړی چې دغه اجاره د ټرمپ د کورنۍ څخه واخلي.

د «ټرمپ انټرنیشنل هوټل» په پایتخت واشنګټن ډي سي کې د پنسلوانیا په کوڅې کې دی او د سپینې ماڼۍ نه تقریباً څو کوڅې فاصله لري. د ټرمپ سازمان دا هوټل د امریکا د حکومت څخه په اجارې اخیستې و. دې هوټل ته اکثریت د مخکني جمهور رئیس دونالډ ټرمپ پلویان او د بهرنیو هیوادونو جګپوړي مقامات ورځي.

د وال سټریټ ژورنال د ورځپاڼې په راپور کې ویل شوي چې نوی شرکت چې دغه هوټل په اجاره اخلي، پلان لري چې د هوټل څخه د ټرمپ نوم لیرې کړي.

د ټرمپ سازمان او د سي جي آی سوداګریز ګروپ تر اوسه پدې هکله تبصره نده کړې.

تیره میاشت د متحده ایالاتو د استازو مجلس د څارنې او اصلاحاتو جرګه ګۍ ویلي چې د حکومت نه یې د هوټل په هکله داسې اسناد تر لاسه کړي چې د "اندیښنې وړ" پوښتنو سبب کیږي.

دې کمیټې چې کنټرول یې د دیموکراتانو په لاس کې دی ویلي چې مخکني جمهور رئیس دونالډ ټرمپ ویلي و کله چې په واک کې و ددې هوټل نه یې څه باندې ۱۵۰ میلونه ډالر ګټه تر لاسه کړې وه خو په حقیقت کې یې ۷۰ میلیونه ډالر زیان کړی و.

د کانګرس دې کمیټې معلومه کړې چې د ټرمپ نړیوال هوټل ته د بهرنیو حکومتونو لخوا څه باندې ۳.۷ میلیونه ډالر ورکړل شوي چې پدې هوټل کې د ۷۴۰۰ شپو تېرولو لګښت کیږي.

د امریکا د اساسي قانون له مخې هیڅ یو جمهور رئیس اجازه نلري چې د بهرنیو حکومتونو څخه تادیه شوې پیسې یا معاش تر لاسه کاندي.

ټرمپ انټرنیشنل هوټل په پایتخت واشنګټن ډي سي کې دویمه لوړه ودانۍ ده او پخوا کې د متحده ایالاتو د پوست خونې عمومي مرکز و.

XS
SM
MD
LG