د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ د جمهور رئیس کیدو په صورت کې د میلونونو کسانو شړلو پلان لري: راپور


د نیویارک ټایمز ورځپاڼې شنبه نومبر ۱۱ (لړم۲۰) په یو راپور کې ویلي چې د متحده ایالاتو مخکنی جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ پلان لري چې د خپلې مخکنۍ دورې د کډوالو ځپلو بهیر پراخ کړي.

پدې راپور کې چې د ښاغلي ټرمپ د ګڼ شمیر سلاکارانو سره د مرکو پر اساس جوړ شوی ویل شوي کډوال به په ډله ایزه توګه ونیول شي او د شړل کیدو وړاندې به په کمپونو کې واچول شي.

په سلاکارانو کې چې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې ورسره مرکې کړي، سټیفن میلر هم دی چې د ښاغلي ټرمپ په حکومت کې یې د کډوالۍ پالیسیو مشري کوله.

په راپور کې ویل شوي چې ښاغلی ټرمپ په امریکا کې د کډوالۍ پر ضد داسې مبارزې نیت لري، چې د دې هیواد په معاصر تاریخ کې ساری نلري.

مخکنی جمهور رئیس پلان لري چې هر کال میلونونه کسان د متحده ایالاتو څخه وشړي او هغه کسان هم پکې شامل دي چې د څو لسیزو راپدیخوا په امریکا کې پراته دي.

ټرمپ د ۲۰۲۴ کال جمهوري ریاست ته د جمهوري غوښتونکي ګوند یو کاندید دی او تر دې دمه د نورو ټولو کاندیدانو څخه وړاندې دی او ښایي یو ځل بیا به د برحال جمهور رئیس جو بایډن سره په سیالۍ کې مخ شي.

د ښاغلي ټرمپ انتخاباتي ټیم او سپینې ماڼۍ تر اوسه د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د دې راپور په هکله تبصره نده کړې.

خو د ښاغلي بایډن او مرستیالې کاملا هریس انتخاباتي ټیم په یوې اعلامیې کې د مخکني جمهور رئیس ډونالډ د مهاجرت دا پلان "افراطي، معتصب، ظالمانه پالیسي" بللی او ویلي چې د دې پلان هدف د ویرې خپرول دي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په راپور کې دا هم ویل شوي چې ښاغلی ټرمپ د جمهور رئیس کیدو په صورت کې پلان لري د خپلې مخکنۍ دورې په شان یو ځل بیا د ځینو اسلامي هیوادونو څخه امریکا ته د خلکو په راتګ بندیز ولګوي.

په راپور کې ویل شوي چې ټرمپ پلان لري په ډله ایزه توګه د کډوالو ایستل پداسې بڼې عملي کړي چې قانوني طی مراحلو ته اړتیا نلري.

د متحده ایالاتو مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ څه موده مخکې د هغه فرمان د بېرته عملي کېدو وړاندیز کړی و چې له مخې یې امریکا ته د ځینو اسلامي هیوادونو څخه د خلکو په راتګ بندیز لګیدلی و.

ټرمپ ویلي که د ۲۰۲۴ کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې بریالی شي، ټول دا بندیزونه به د سره ولګوي.

دونالډ ټرمپ په ۲۰۱۷ کال کې د خپلې واکمنۍ مهال د عراق، ایران، لیبیا، سومالیا، سودان، سوریه او یمن وګړي امریکا ته له راتګ څخه بند کړل چې د بشري حقونو ادارو په ګډون ګڼ شمیر هیوادونو دا کار وغنده.

خو جمهور رئیس جو بایډن په ۲۰۲۰ کال کې د ټرمپ څخه د انتخاباتو تر ګټلو وروسته دا فرمان لغوه کړ.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG