د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ سه شنبه فبروري څلورمه (سلواغې ۱۶) وویل چې پلان لري د ایران پر ضد د "حد اکثر فشار" پالیسي د سره غوره کړي.
ښاغلي ټرمپ په ایران باندې د اقتصادي بندیزونو د بیا لګولو په هدف د یو یاداښت لاسلیک کولو په مراسمو کې وویل چې دا کار د هغو شکونو له وجې کوي چې ایران کوښښ کوي اتومي وسلې جوړې کړي خو تر څنګ یې دا هم وویل چې ښایي لدې پالیسۍ ډیر لږ کار واخیستل شي.
د جمهور رئیس ټرمپ یو سلاکار ویلي چې د لاسلیک شوي یاداښت له مخې د متحده ایالاتو ټولو وزارتونو ته امر کیږي د ایران اتومي فعالیتونو اړوند پدې هیواد د اقتصادي بندیزونو طرحې جوړې کړي.
دې سلاکار ویلي چې دا اقدام به د متحده ایالاتو جمهور رئیس ته ټول امکانات په لاس ورکړی چې پرې نږدې ایران یو "مضر عنصر" شي.
د یاداښت تر لاسلیک کولو پر مهال د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ دا هم وویل چې هیله مند دی لدې اقدام څخه د ایران پر ضد ډیر لږ کار واخلي ځکه د هغه په قول دا به د ایران لپاره ډیر سخت وي.
ټرمپ زیاته کړه، " ټول زما غواړي چې لاسلیک یې کړم. زه به یې لاسلیک کړم. دا په ایران ډیره سخته ده. هیله مند یم چې ډیر کار به ترې وانخلم. زه ناخوښ یم چې دا کار کوم خو په واقعیت کې زه ډیره چاره نلرم ځکه چې مونږ باید قوي اوسو".
خو د دې اقداماتو سربیره، د متحده ایالاتو جمهور رئیس وویل چې د ایران سره یوه موافقه کول هم غواړي تر څو ټول وکړی شي یو ځای ژوند وکړي خو نور جزیات یې ورنکړل.
د متحده ایالاتو جمهور رئیس د خپل واک په لومړۍ دورې کې هم د ایران په هکله همداسې یوه پالیسي درلوده. هغه په ۲۰۱۵ کال کې د لاسلیک شوې نړیوالې موافقې څخه چې په ایران د اقتصادي بندیزونو لیرې کیدو په بدل کې دې هیواد د اتومي فعالیتونو کموالي ژمنه کړې وه، په یو اړخیزه توګه امریکا وایسته او په ایران یې ټول اقتصادي بندیزونه د سره ولګول.
ټرمپ همدارنګه اعلان وکړ که د ایران لخوا ترور شي، دا هیواد به "له منځه یوړل شي".
جمهور رئیس ټرمپ پدې هکله وویل، "ما لارښوونه کړې که هغوي (ایران) دا کار وکړي، له منځه وړل کیږي، هیڅ به پاتې نشي".
د نیویارک ښار د منهتن په فدرالي محکمه کې د درج شوي ادعا له مخې، د ایران د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي یو نامعلوم چارواکي په سپتمبر میاشت کې د هغه هېواد یو حکومتي استازي ته لارښوونه کړې وه چې د ډونالډ ټرمپ د څار او ترور لپاره پلان جوړ کړي.
تر دې وړاندې ایران ګواښ کړی و چې په عراق کې د قُدس ځواکونو پخواني قوماندان قاسم سلیماني د قتل په بدل کې به د جمهور رئیس ټرمپ په ګډون یو شمیر امریکایي چارواکي ووژني.
ټرمپ په ۲۰۲۰ کال کې د هغه برید لارښوونه کړې وه، چې د ایران لوړ پوړی جنرال قاسم سلیماني یې په بغداد کې وواژه.
فورم \ دبحث خونه