د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ د امریکا دریو کرونا ځپلي ایالتونو لپاره ملي ګارد فعال کړ


ملي ګارډ به د دریو ایالاتونو د والیانو تر امر لاندې فعالیت کوي.
ملي ګارډ به د دریو ایالاتونو د والیانو تر امر لاندې فعالیت کوي.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د هغو دریو ایالاتونو کالیفورنیا، نیویارک او واشنګټن لپاره ملي ګارډ فعال کړی چې د کرونا ویروس تر ټولو ډېرې پېښې په‌ کې ثبت شوې دي.

دغه ملي ګارډ به له فدرالي طبي مرکزونو سره مرسته کوي او په دغو ایالاتونو کې به په سلګونه ټنه طبي وسایل او تجهیزات وېشي.

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ بیگاه شپه (مارچ ۲۲) په یو خبري کنفرانس کې یو ځل بیا د کرونا ویروس چینایي ویروس وباله خو ټینگار یې وکړ چې اړین سامان الات ایالتونو ته په لار کې دي او ځینو ایالتونو ته رسیدلي هم دي.

ښاغلي ټرمپ زیاته کړه: "یو لوی شمیر طبي تجهیزات او اکمالات لیږل شوي دي. په دغو تجهیزاتو کې چې ایالتونو ته لیږل شوي تنفسي تجهیزات، جراحي ماسکونه او طبي چپنې شامل دي. یو ډیر شمیر د مخ پوښښ، د ټول ځان پوښښ او دستکشې، دمخه لا د واشنګټن ایالت او نیویارک ته استول شوي دي. "

روغتیا پوهان موافق دي چې د کرونا ویروس واکسین جوړول لږترلږه یو کال وخت نیسي.

هیوادونه باید اوس د دې ویروس د زیاتیدو لپاره چمتووالی ونیسي او پخپلو روغتیایي سیستمونو فشار راولي. په متحده ایالاتو کې، دا چمتووالی د ډیرو انتقادونو سره مل دی ځکه ایالتي حکومت وایي فدرال حکومت کافي کار نه کوي، پداسې حال کې چې فدرالي حکومت بیا وايي چې ټول باید مرسته وکړي.

د ډیرو ښارونو واټونه تش دي او هره ورځ ایالتونه خپلو اوسیدونکو ته په کور کې د کښیناستلو امر کوي.

والیان وایي د فدرال حکومت مرستې په کافي اندازه چټکې ندي. په عین حال کې ټاکل شوې چې نن (مارچ ۲۳) د امریکا د سنا په مجلس کې د کرونا ویروس له امله د ځپل شوي اقتصاد د ژغورنې لپاره د ۱،۷ ټریلیون یا یو زر او ۷۰۰ میلیارده ډالرو پر یوې بستې رایې واخیستل شي.

ډیموکراتانو دغه بسته رد کړې او جمهوري غوښتونکي یې تورن کړل چې هغه د میلیونونو امریکایي کارګرانو د خوندي کولو لپاره کافي نه ‌ده او نه هم روغتیایي سیستم چې د وسایلو له پلوه ډېر خوار دی، پیاوړی کولای شي.

امریکا کې پر کرونا ویروس د اخته شویو کسانو شمېر له ۳٩ زره کسانو او د مړو شمېر له ۴۵۵ کسانو اوښتی دی.

په ټوله نړۍ کې پر کرونا د اخته شویو کسانو شمېر له ۳٣٦ زره او د مړو شویو له ۱۵ زره کسانو اوښتی دی. دغه‌ راز تر اوسه د دغه ویروس نږدې ۱۰۰ زره ناروغان بېرته رغېدلي دي.

XS
SM
MD
LG