د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ د ټکساز د سیبلاب ځپلو سره د مرستو ژمنه وکړه


جمهور رئیس ټرمپ او میرمن یې د ټیکساز سیلاب ځپلي ایالت ته تللي.
جمهور رئیس ټرمپ او میرمن یې د ټیکساز سیلاب ځپلي ایالت ته تللي.

د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د ټکساز ایالت ته ولاړ چې خلکو ته د سیلابونو او باران له وجې رسیدلی مالي او ځاني زیان پخپلو سترګو وګوري.

د جمهور رئیس ټرمپ سره د هغه میرمن ملانیا ټرمپ او د کابینې څو غړي هم و. ښاغلي ټرمپ د عاجلو مرستو په مرکز کې د ټکساز د سیلاب ځپلو سره ژمنه وکړله چې "حکومت او کانګریس به د حل مناسبه لار پیدا کړي."

ټرمپ وویل چې د هاروي د توپان نه وروسته د ټیکساز په ایالت کې د بیارغونې چارې به دومره ګرانې وي چې د متحده ایالاتو په تاریخ کې ساری نلري.

د جمعې د ورځې راپدیخوا د ټکساز ایالت د هیوسټن په ښار کې د ۱۲۴ سانتي مترو په اندازې باران شوی. دومره ډیر باران په دومره لږ وخت کې د امریکا په ټولې لویې وچې کې ندی شوی.

د فدرالي حکومت د روغتیا او انساني خدماتو د ادارې رئیس ټام پرایس چې د جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ سره پدې سفر کې مل و، وویل چې اداره یې د سیلاب ځپلو لپاره د روغتیایي خدماتو د رسولو لپاره پوره زیار باسي په ځانګړي ډول د هغوي لپاره چې مضمنې ناروغۍ لري.

XS
SM
MD
LG