د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ او پوتن د منځني ختیځ په اړه په ټیلفون خبرې کړي


د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ د روسیې د ولسمشر ولادمیرپوتن سره په ټیلفون کې خبرې کړیدي.

دواړو مشرانو د اسرایلو او فلسطینیانو ترمنځ د سولې په ټینگولو ټینگار کړیدي او ویلي یې دي چې اوس وخت رارسیدلی دی چې په منځني ختیځ کې د سولې لپاره کار وشي.

د امریکا ولسمشر ټرمپ د پوتن نه غوښتي دي چې په شمالي کوریا فشار راولي چې د اتومي وسلو د جوړولو نه لاس واخلي.

د یادونې وړ ده چې د هغې نه وروسته چې ولسمشر ټرمپ اعلان وکړ چې بیت المقدس د اسرایلو د پلازمینې په توگه پیژني او د امریکا سفارت به هم ژر بیت المقدس ته انتقال کړي، پوتن د ولسمشر ټرمپ په دغه پریکړه اعتراض وکړ.

پوتین د ترکیې د ولسمشر سره د ملاقات په وخت حتی ویلي و "د امریکا دا فیصله چې بیت المقدس د اسرایلو د پلازمینې په توگه پیژني، د منځني ختیځ د مسلې حل ندی. دا به د مخکې نه پیچلي وضع لا ډیره خرابه کړي.."

XS
SM
MD
LG