د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ د بایډن امنیتي جواز لغوه کړ


د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ جمعه فبروري اوومه ( سلواغې ۱۹) د مخکني جمهور رئیس جو بایډن امنیتي جواز لغوه کړ او وایي تر دې وروسته باید امنیتي معلومات ورسره شریک نشي.

ښاغلي ټرمپ پخپلې ټولنیزې شبکې ټروت سوشیل کې لیکلي چې نوره د دې اړتیا نشته چې جو بایډن محرمو معلوماتو ته لاسرسی ولري او تر څنګ یې دا هم لیکلي چې په سمدستي توګه د مخکني جمهور رئیس امنیتي جواز لغوه.

جمهور رئیس ټرمپ لیکلي، " جو ( مخکنی جمهور رئیس جو بایډن)، تاسو برطرف شوئ".

په متحده ایالاتو کې په دودیزه توګه جمهور رئیسانو ته د واک پریښودو وروسته هم استخباراتي معلوماتو ته لاسرسی ورکول کیږي خو جمهور رئیس ټرمپ لیکلي چې تر دې وروسته به ښاغلي بایډن ته د ورځنیو استخباراتي معلوماتو ورکول بند شي.

جو بایډن تر اوسه د ټرمپ په پریکړې تبصره نده کړې خو ښاغلي ټرمپ په ټروت سوشیل کې لیکلي چې پخپله بایډن په ۲۰۲۱ کال کې عینې اقدام کړی و.

د مخکني جمهور رئیس جو بایډن څخه وړاندې، جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ د خپل پخواني امنیت شورا سلاکار جان بولټن او د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو لپاره حکومتي امنیتي خوندیتوب پای ته ورساوه.

ښاغلي بولټن چې د ټرمپ په لومړۍ دورې کې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا سلاکار و خو وروسته یې پخپل مشر په ښکاره انتقادونه پیل کړل، د ټرمپ له پریکړې وروسته یې د اکس په ټولنیزه شبکه کې د Secret Service یا سري خدماتو د امنیتي ملاتړ په پای ته رسولو "ناهیلي او حیرانتیا" څرګنده کړه.

د جان بولټن داسې لپاره مهال د ټرمپ ادارې لخوا د سري خدمت د ملاتړ پای ته ورسید چې د امریکا د عدلیې وزارت په ۲۰۲۲ کال کې د ایران د انقلابي ګارد سره تړلی یو شخص تورن کړ چې د امریکا د ملي امنیت د مخکني مشاور جان بولټن د وژلو توطیه یې جوړه کړې وه.

د امریکا د عدلیې وزارت وايي چې د ایران د سپاه پاسداران یو غړي چې شهرام پورصفي نومېږي او د مهدي رضايي په نامه هم شهرت لري هڅه کړې چې ۳۰۰زره ډالر ورکړي او جان بولټن ووژني.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG