د لاس رسي وړ اتصالات

که امریکا پر ایران د جګړې له تحمیلولو لاس واخلي، خبرې کوو- ظریف


د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف مالیزیا ته د سفر پرمهال امریکا د ایران د خلکو په وړاندې د اقتصادي تروریزم په عملي کولو تورنه کړه.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف مالیزیا ته د سفر پرمهال امریکا د ایران د خلکو په وړاندې د اقتصادي تروریزم په عملي کولو تورنه کړه.

ښاغلي ظریف وویل"دا به موږ ته ناممکنه وي چې له امریکا سره خبرو وکړو، مگر دا چې دا هیواد د ایران پر خلکو د جګړې له تحمیلولو او دایران د خلکو خلاف په اقتصادي تروریزم کې له برخې اخیستلو لاس نه وي اخیستی. موږ له امریکا سره اوږدې خبري وکړې. پر یوه قرار داد مو توافق وکړ او دوی باید دا قرار داد مخکې له دې چې د نورو خبرو توقع وکړي، عملي کړي."

په همدې حال کې د امریکا دفاع وزیر مارک اسپر په پنټاګان کې د یوې پوښتنې په ځواب کې چې آیا له ایران سره د امریکا کړکیچ پای ته رسیدلی وویل: " له ایران سره جګړه نه غواړو. غواړو له دیپلوماتیکې لارې ورسره کار وکړو."

د ایران او امریکا ترمنځ تاوتریخوالي وروسته له هغه زیات شول چې جمهور رئیس ټرمپ تیر کال له نړیوال قرار داد څخه ووت.

د قرار داد له مخې ایران د بندیزونو د کمیدو په بدل کې خپل اټومي فعالیتونه محدود کول خو له قرار داد څخه د ټرمپ په وتلو پر هغه هیواد بندیزونه لا ډیر شول.

باربرا لیف د نیژدې ختیځ څېړنېزې غړې وايي:" دا ملاقات که حتي وشي هم ډیر به متزلزل وي. خو ملاقات د خبرو معني نه ورکوي، خبرې به اوږدې او پیچلې وي."​

د ایران ولسمشرحسن روحاني وویل د بندیزونو له لېرې کیدو مخکې له امریکا سره خبرې نه کوو. هغه داخبرې وروسته له هغه نه وکړې چې د متحده ایالتونو جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ د جي اوه ډلې په غونډه کې وویل دی غواړي د ایران له جمهور رئیس حسن روحاني سره په راتلونکو اونیو کې په مناسب وخت کې وګوري.​

واشنګټن او تهران دواړه وايي جګړه او د جنجال زیاتوالی نه غواړي. خو کارپوهان وايي د لوړې کچی په خبرو کې په دواړو هیوادونو کې خنډونه هم شته دي.

جمهور رئیس ټرمپ د تهران په شمول وروسته له هغه ګڼ شمیر کسان حیران کړل چې وویل په راتلونکو اوونیو کې د ایران له جمهور رئیس حسن روحاني سره د خبرو ډیر ښه فرصت شته.

دا احتمالي ملاقات کیدای شي د سپټمبر په وروستیو کې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې وشي. خو ډیر شمیر کارپوهان په نړیوالو اوبو کې د وروستیودښمنیو له امله شک او تردید هم لري.

لوک کافيدهیرټیچ څیړنیزې ټولنې غړی وايي "فکر کوم موږ د آرامتیا یوه اوږده پړاو ته ضرورت لرو څو ایران په نړیوالو اوبو کې بیړۍ ونه نیسي ، راځئ چې ووایو امریکا نوې بندیزونه نه لګوي."

XS
SM
MD
LG