د لاس رسي وړ اتصالات

د ټرمپ د محکمې بهیر په خلاصېدو دی


د امریکا د متحدو ایالتونو پخوانی ولسمشر دونالډ ټرمپ
د امریکا د متحدو ایالتونو پخوانی ولسمشر دونالډ ټرمپ

په نیویارک کې د متحدو ایالتونو د پخواني ولسمشر دونالډ ټرمپ د محکمې بهیر په خلاصېدو دی.

دی تورن دی چې د لوڅو فلمونو یوې اداکارې ته یې پېسې ورکړې وې چې د ادعا له مخې له هغې سره یې د جنسي اړیکو په اړه څه ونه وايي.

دا لومړی ځل دی چې د امریکا یو پخوانی ولسمشر او د جمهوري ریاست یو کاندید محاکمه کېږي، که تور پرې ثابت شي، د زندان له خطر سره هم مخامخ کېدای شي.

د ټرمپ پخواني وکیل مایکل کوهن د دوشنبې په ورځ مۍ ۲۰ (غوايي۳۱) یو ځل بیا ګواهي ورکړه او د ټرمپ د مدافع وکیل او د دغې قضیې د څارنوال پوښتنې ته یې ځوابونه وویل.

نوموړي د پنجشنبې په ورځ ویلي وو چې هغه د ټرمپ سره د مرستې او کله ناکله د هغه د کورنۍ د حفاظت لپاره درواغ ویلي.

د ټرمپ مدافع وکیل تاد بلانچ هڅه وکړه چې د خپلو پرلپسې پوښتنو په اساس، کوهن یو متقلب، بې لارې او مبهم شخص وپېژني چې په ګواهي یې باور ونه شي.

د ټرمپ دا قضیه د لوڅو فلمونو اداکارې ډانیل سټورمي ته د ۱۳۰ زره ډالرو د ورکولو قضیه ده. د دغې قضیې په اساس، کوهن د ۲۰۱۶ د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د ټرمپ تر بریالي کېدو مخکې سټورمي ته دا پېسې ورکړې وې، چې یوه لسیزې مخکې له ټرمپ سره د خپلو جنسي اړیکو په اړه خوله خلاصه نه کړي.

موجوده شواهد ښکاره کوي چې ټرمپ په ټاکنو کې له بریالي کېدو وروسته په ۲۰۱۷ کال کې کوهن ته بیا دا پېسې بېرته ورکړې. ټرمپ ادعا کوي چې کوهن ته یې دا پېسې د قانوني کارونو لپاره ورکړې وې. خو کوهن ویلي دا هغه پېسې دي چې نوموړي ډانیلز سټورمي ته ورکړې وې.

ټرمپ په ځان لګول شوي جنايي تورونو او د سټورمي سره د اړیکو ادعاوې رد کړي دي.

کوهن د ۱۹ ګواهانو وروستی ګواه دی چې د ټرمپ په قضیې کې شاهدي ورکوي. ویل کېږي چې د دغه بهیر په پای کې به د ټرمپ ډله به د نیویارک د عالي محکمې له قاضي څخه وغواړي چې په هغه لګول شوي ټول ۳۴ تورونه لغوه کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG