د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: پر ایران باور نلرم؛ تل درواغ وایي

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ایران د درواغو په ویلو تورن کړی او ویلي یې دي چې پر یاد هیواد (ایران) باور نلري.

ولسمشر ټرمپ د سه شنبې په ورځ (اګست ۱۱) له اوهایو ایالت څخه واشنګټن ډی‎ سي تر راستنیدو وروسته د خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې ایران په دوامدار شکل درواغ ویلي دي.

ولسمشر ترمپ وویل: "زه پر ایران اعتماد نلرم، ولي؟ آیا تاسې وایاست چې زه پر ایران باور لرم؟ زه وروستی کس یم چې پر ایران باور کوم. هغوی ماته په دوامدار شکل درواغ ویلي دي."

ولسمشر ټرمپ وویل ایران نور د منځني ختیځ زورواکي یا بدماش ندی او نه هم د هرمز پر تنګي کنټرول لري، ولسمشر وویل چې د هرمز تنګي بشپړ کنټرول د متحده ایالاتونو سره دی.

ولسمشر ویلي دي چې د ایران د بنادرو او نفتي تاسیساتو ټینګه محاصره دوام لري.

بلخوا د متحدو ایالتونو مرکزي قومندانۍ یا سنټکام د سه شنبې په ورځ وویل چې د پاناما یوه کښتۍ یې چې د هغوی محاصره یې نقض کړې وه، له کاره وغورځوله.

ولسمشر ټرمپ د سه شنبې په ورځ له "Real America’s Voice" رسنۍ په خبرو کې د ایران په تړاو خپله تګلاره په ډاګه کړې چې د هغه په وینا پکې د اوسني اقتصادي فشار ساتل او د دغو اقداماتو پراخول او همدارنګه د اړینو پوځي اقداماتو ترسره کول شامل دي.

ولسمشر ټرمپ تیره اوونۍ ویلي وو چې له ایران سره مذاکرات، وروستۍ هوکړې ته د رسیدو لپاره تهران ته وروستۍ فرصت دی.

پاکستان چې د واشنګټن او تهران ترمنځ د منځګړي رول ادا کوي د چهار شنبې په ورځ وویل چې په منځني ختیځ کې د کړکیچ د پای ته رسیدو په هدف خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي ویلي: "پاکستان هره هڅه کوي چې دواړه خواوې د خبرو اترو میز ته راولي، د اسلام اباد تفاهم لیک پلی کړي، او په سیمه کې د سولې او ثبات لپاره لاره هواره کړي. پاکستان به د مستقیمو او غیر مستقیمو لارو څخه د مخربو عواملو د شنډولو لپاره هڅو ته دوام ورکړي او د ټولو پاتې مسایلو د حل لپاره به د رغنده خبرو د دوام زمینه مساعده وکړي. "

ایران د څو نورو غوښتنو ترڅنګ، د امریکا د سمندري محاصرې د پای ته رسیدو او د ایران شاوخوا سیمو څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو غوښتنه کړې ده.

په ورته وخت کې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي د دوشنبې په ورځ وویل چې د هرمز تنګي د مدیریت په اړه له عمان سره خبرې د پرمختګ په حال کې دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG