د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: روسیې او اوکراین د 'انرژۍ اوربند' منلی؛ مسکو او کییف دې اوربند نه ماتوي

د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې د روسیې او اوکراین ترمنځ د "انرژۍ اوربند" نافذ شوی دی.

ولسمشر ټرمپ د یکشنبې په ورځ [اکټوبر ۱۱مه] د ټروت شوشیل په ټولنیزې پاڼې کې ولیکل چې دواړو لوریو [روسیې او اوکراین] د انرژۍ پر تاسیساتو د بریدونو د درولو په موخه پر یوه اوربند موافقه کړې ده.

ټرمپ زیاته کړه: "له همدا اوسه، د روسیې او اوکراین ترمنځ جګړه کې د انرژۍ اړوند اوربند اعلان شو. دواړو خواوو موافقه کړې ده."

واشنګتن له مسکو او کییف څخه غوښتي چې اوربند "مات" نه کړي.

د اوکراین ولسمسر ولودمیر زېلنسکي د ټلګرام په ټولنیزې پاڼې کې لیکلي چې کییف د اوربند له موافقې نه ملاتړ کوي او انتظار باسي چې واشنګټن ورسره پدې برخه کې جزئیات شريک کړي.

مسکو تراوسه د اوربند د موافقې په اړه رسماً کومه تبصره نه ده کړې.

تردې مخکې ټرمپ ویلي وو چې روسیې موافقه کړې چې نړیوالو بازارونو ته ډېزل عرضه کړي.

د متحدو ایالتونو د مالیې وزیر سکاټ بېسنټ د یکشنبې په ورځ فاکس نیوز ته وویل چې د ټرمپ اداره به د موجوده قانوني واک په کارولو سره د مسکو سره د واشنګټن هوکړه عملي کړي. بېسنټ زیاته کړې چې هوکړه د امریکا د خلکو لپاره ښه ده او د تېلو بیې به راټیتې شي.

د متحدو ایالتونو ولسمشر د شنبې په ورځ وویل چې د اوکراین لپاره د نوي ولسمشر وخت راسېدلی دی.

ټرمپ ټینیسي ایالت ته له روانېدو مخکې په سپینې ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: "زېلینسکي هر څه چې وغواړي کولی شي خو [د تېلو] پر چاڼځایونو برید نشي کولی."

ټرمپ د زېلېنسکي دریځ او د تېلو پر چاڼځایونو پرله پسې بریدونه د سولې او انرژۍ پر وړاندې مهم خنډونه بللي دي.

د اوکراین ولسمشر د اې بي سي شبکې ته ویلي چې که روسیه د ۶۰ ورځو لپاره اوربند وکړي، نو دی به په اوکراین کې ټاکنې ترسره کړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG