د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: هرمز تنګی خلاص او کنټرول یې د امریکا سره دی

ډونالډ ټرمپ د متحدو ایالتونو ولسمشر
ډونالډ ټرمپ د متحدو ایالتونو ولسمشر

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د پنجشنبې په ورځ (اګست ۲۷) په سپینه ماڼۍ کې د خبریالانو سره د خبرو پرمهال وویل چې هرمز تنګی خلاص دی او کنټرول یې د متحدو ایالتونو سره دی.

ولسمشر ټرمپ وویل د ایران د بندرونو محاصره روانه ده او یاد هیواد (ایران) په ژور مشکل کې دی.

ولسمشر ټرمپ وویل:"تیره شپه مو د هرمز تنګي څخه ۲۴ کښتۍ تیرې کړې. موږ تل دا کار کوو. زه په ډیر څرګند ډول وایم. دا په دې معني نده چې نظامي کار پای ته رسیدلی دی- تنګی خلاص دی، د هرمز تنګی خلاص دی. موږ کنټرول لرو او موږ محاصره لرو. ایران هیڅ څه نه ترلاسه کوي. هیڅ شی تیریدلی نشي، حتی یو چپ هم نشي تیریدلی."

بلخوا د امریکایيي ځواکونو مرکزي قومندانۍ (سنټکام) ویلي دي چې امریکایي ځواکونو په بریالي ډول د هرمز په تنګي کې د کښتیو نړیوال مسیر له ماینونو پاک کړی دی او دا قومندانۍ یاد آبي مسیر د کښتیو د تګ راتګ لپاره خلاص اعلانوي.

د سنټکام قومندان برډ کوپر ویلي: وضعیت خطرناک او ننګونکی وو. موږ خپل کار ترسره کړ. په نهایت کې د کښتیو لپاره نړیواله لاره نن خلاصه ده او ګڼه ګوڼه زیاتیږي.

د سنټکام قومندان برډ کوپر وویل په سیمه کې شاوخوا ۵۰ زره امریکایي ځواکونه د دوو ماموریتونو لپاره، د ایران په وړاندې د دریایي محاصرې د دوام او د هرمز په تنګي کې د نړیوالو کښتیو د تګ راتګ د جریان د ساتلو په هدف ځای پرځای دي.

د کوپر په وینا، امریکایي ځواکونو په تیرو څو میاشتو کې له شاوخوا ۱۵۰۰ تجارتي کښتیو سره په بریالي ډول د هرمز له تنګي څخه په تیریدو کې مرسته کړې ده.

د سنټکام قومندان ویلي دي چې دغو کښتیو په مجموع کې ۷۵۰ میلیونه بیرل خام تیل درلودل چې د انرژۍ نړیوالو بازارونو ته لیږدول شوي دي.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، ایران ته یې خبر ورکړی هره هغه کښتۍ چې د هرمز په تنګي کې د نویو ماینونو د ایښودلو هڅه وکړي، په نښه به شي.

بلخو ایران ادعا کړې ده چې د هرمز تنګی کنټرولوي او هیڅ کښتۍ نشي کولی چې د هغوی له اجازې پرته له دې ستراتیژیک مسیر څخه تیر شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG