د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: چین نه غواړي چې زه بیا انتخابات وګټم


ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د رویترز اژانس سره د مزکې پر وخت
ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې د رویترز اژانس سره د مزکې پر وخت

د امریکا جمهور رئیس ویلي، پدې باور دی چې د کروناویروس په وړاندې د چین کړنلاره ددې ثبوت دی چې بیجینګ "به خپله ټوله هڅه وکړي" چې زه د نومبر میاشت کې انتخابات ونه ګټم.

جمهور رئیس دونالد ټرمپ د رویترز اژانس سره په مرکه کې د کروناویروس د خپریدو په اړوند د چین په اقداماتو نیوکې کړي او ویلي یې دي چې د کروناویروس د خپریدو په تړاو به چین له سختو احتمالي عواقبو سره مخامخ شي. هغه ویلي چې "زه ډیر څه کولی شم."

ښاغلي ټرمپ ویلي چې چین باید نړۍ ددغه ویروس د خپریدو له پیل څخه خبره کړی وای.

جمهور رئیس دونالد ټرمپ پداسې حال کې پر چین نیوکه کوي چې په امریکا کې د کروناویروس په وجه د مړینو شمیر له ۶۰ زرو څخه اوښتی دی او ددې ویروس د خپریدو په نتیجه کې د امریکا اقتصاد خورا زیانمن شوی دی.

خو چین د پنجشنبې په ورځ د ښاغلي ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې ویلي دي چې دا هیواد د امریکا په ټاکنو کې د لاسوهنې سره لیوالتیا نلري.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یو خبري کنفرانس کې وویل چې هیله من یو د امریکا ولس چین په خپل انتخاباتي سیاست کې ښکیل نکړي: «د امریکا د جمهوري ریاست انتخابات د هغه هیواد داخلي موضوع ده او مونږ په کې د لاسوهنې لپاره هیڅ ډول علاقه نلرو.»

د امریکا د جانز هاپکېنز پوهنتون د شمیرو له مخې په امریکا کې د پنجشنبې د ورځې اپریل ۳۰ (غوایي ۱۱) تر سهاره شاوخوا یو میلیون او څلویښت زره کسان په کروناویروس اخته شوي او د مړینو شمیر یې له ۶۰ زرو اوښتی دی.

د ښاغلي ټرمپ د حکومت یو لوړپوړي چارواکي د نوم د نه اخستلو په شرط د رویترز اژانس ته ویلي دي چې د ښاغلي ټرمپ او د چین د جمهور رئیس ترمنځ په غیر رسمي توګه د لفظي جګړۍ د بندولو موافقه چې د دواړو مشرانو ترمنځ د تیر مارچ په میاشت کې په یوه تیلیفوني مکالمه کې شوی وه، داسې ښکاري چې اوس پای ته رسیدلی دی.

دواړو مشرانو ژمنه کړې وه چې حکومتونه به یې په ټولو ممکنه لارو هڅه وکړي چې د ویروس په مخنیوي کې همکاري وکړي. خو پدې وروستیو ورځو کې واشنګټن او بیجینګ یو ځل بیا د کروناویروس د منشا او د هغه په وړاندې د مبارزې په اړوند پر یو بل تورونه لګولي دي.

XS
SM
MD
LG