د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ د جمهوري ریاست لومړنۍ انتخاباتي غونډې کې : هیڅ جرم مې ندی کړی


ډونالډ ټرمپ تیره اوونۍ ویلي و چې ښایي ونیول شي او د خپلو پلویانو څخه یې د مظاهرو غوښتنه کړې وه.
ډونالډ ټرمپ تیره اوونۍ ویلي و چې ښایي ونیول شي او د خپلو پلویانو څخه یې د مظاهرو غوښتنه کړې وه.

سره لدې چې د متحده ایالاتو مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ تیره اوونۍ ویلي و ښایي د نیویارک په ایالت کې د امنیتي مسؤلینو لخوا پدې تور چې د بربنډو فلمونو یوې هنرمندې ته یې پیسې ورکړي ونیول شي خو هغه په تازه غونډې کې پدې هکله تحقیقات رد کړل او وایي هیڅ کوم جرم یې ندی کړی.

ښاغلي ټرمپ شنبه مارچ ۲۵ (کب۵) د ټکزاس په ایالت کې خپلو پلویانو ته د وینا پر مهال وویل، "د نیویارک د ولسوالۍ څارنوال په واشنګټن کې د 'بې عدالتۍ وزارت' په مرستې زما څخه د داسې څه تحقیقات کوي چې جرم ندی، وړوکی جرم هم ندی او اړیکه هم نده".

د ټکزاس په ایالت کې دا غونډه د ۲۰۲۴ کال د جمهوري ریاست انتخاباتو ته د جمهوري غوښتونکي ګوند لخوا د کاندید کیدو لپاره د ښاغلي ټرمپ لومړنۍ غونډه وه خو معلومه نده چې آیا هغه به د دې مقام لپاره ګوندي انتخابات وګټي او که نه.


د نیویارک ایالت د منهاټن څارنوال الوین براګ الوین د هغو ۱۳۰ زره امریکای ډالرو په هکله پلټنې کوي چې د ډونالډ ترمپ دفتر د بربنډو فلمونو هنرمندې سټورمي ډانیلز ته د ۲۰۱۶ کال د جمهوري ریاست انتخاباتو څخه وړاندې ورکړي و.

خو ښاغلي ټرمپ د ټکزاس ایالت د وکاو ښار په غونډې کې وویل چې هیڅ وخت یې ډانیلز نه وه خوښه او د هغې سره یې هیڅ ډول اړیکې نه درلودې.

ښاغلي ټرمپ خبرداری ورکړ چې د محکمې لخوا تورن کیدل به یې ښایي د قهریدلو پلویانو لخوا د "احتمالي مرګ او ورانۍ" سبب شي.

که ټرمپ پدې قضیې کې تورن شی دا به لومړی ځل وی چې د متحده ایالاتو یو مخکنی جمهور رئیس د جرم په کولو تورنیږي او د ۲۰۲۴ کال جمهوري ریاست انتخاباتو لپاره به یو مهم پرمختګ وي.

که هغه پدې قضیې کې مجرم هم وبلل شي، د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د کاندید کیدو مخه یې نشي نیول کیدی، خو تورن کیدل یې ښایي جدي عواقب ولري چې له یوې خوا به د هغه انتقاد کوونکي لا قوي شي او له بلې خوا به یې پلویان لا وهڅول شي چې په انتخاباتو کې برخه واخلي.

XS
SM
MD
LG