د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د اېنویډیا د کمپنۍ د اجرائیوي مشر جنسن هوانګ سره یې له یوې چینايي تجارې سره د اړیکو د لرلو د تورونو په اړه خبرې نه دي کړي.
په راپورونو کې راغلي چې دغې ښځې چین ته جاسوسي کوله.
ولسمشر ټرمپ د یکشنبې په ورځ [نومبر ۸مه] خبریالانو سره د خبرو پر مهال ویلي چې هوانګ یو "محترم سړی" دی او د متحدو ایالتونو لپاره یې د پام وړ خدمتونه کړي دي.
ټرمپ وویل: "ما په دې اړه ورسره خبرې نه دي کړي. همدومره پوهېږم چې ښه سړی دی خو تاسې هېڅکله نه پوهېږئ چې څه روان دي. هېله لرم هر څه سم وي."
د اېنویډیا کمپنۍ د یکشنبې په ورځ وویل تحقیقات کوي چې څرګنده شي ایا هوانګ د بهرنیو استخباراتو لخوا په نښه شوی دی. رسنیو راپور ورکړی چې د اېنویډیا اجرائيوي مشر د یوې چینایي سوداګرې سره نږدې اړیکې لري او دغې ښځې اطلاعات بیجینګ ته رسولي دي.
له ولسمشر ټرمپ نه پوښتنه وشوه چې ایا په راتلونکې اونۍ کې اسیا ته د خپل سفر پر مهال هوانګ د ځان سره ملګری کوی نو ده په ځواب کې وویل: 'زه نه پوهېږم، خو زه به خامخا هغه یوسم.'
فورم \ دبحث خونه