د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: د فدرالي منصفه هیت د پلټنو هدف یم


ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۴ کال جمهوري ریاست انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکي ګوند مخکښ کاندید دی.
ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۴ کال جمهوري ریاست انتخاباتو کې د جمهوري غوښتونکي ګوند مخکښ کاندید دی.

د متحده ایالاتو پخوانی جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ وایي د ځانګړي مفتش جیک سمیت لخوا ورته خبر ورکړل شوی چې د ۲۰۲۰ کال د جمهوري ریاست انتخاباتو په هکله د فدرالي منصفه هیت د پلټنو هدف دی.

دا هیت پلټي چې آیا ښاغلي ټرمپ په غیر قانوني توګه په ۲۰۲۰ کال کې د جمهوري ریاست انتخاباتو د نتیجې د بدلولو کوښښ کړی و که نه. ټرمپ دا انتخابات د دموکرات ګوند کاندید جو بایډن په مقابل کې وبایلل.

ډونالډ ټرمپ چې د ۲۰۲۴ کال د جمهوري ریاست انتخاباتو کې تر دې دمه د جمهوري غوښتونو ګوند تر ټولو مخکښ کاندید دی په یوې رسمي اعلامیې کې ادعا کړې چې د مدافع وکیلانو لخوا ورته دوه ورځې وړاندې دا "ډاروونکی خبر" ورکړل شوی.

هغه ویلي، " لیوني جیک سمیت، د جو بایډن د عدلیې وزارت څخه راته د یکشنبې په شپه یو لیک را استولی او پکې ویل شوي چې زه د جنوري د ۶۰ مې نیټې د منصف هیت یو هدف یم".

دا هماغه نیټه ده چې د ۲۰۲۱ کال د جنوري میاشتې په ۶ مې نیټې د ښاغلي ټرمپ شاوخوا ۲ زرو پلویانو پداسې حال کې د کانګرس په ماڼۍ برید وکړ چې د کانګرس غړیو د جمهور رئیس د مرستیال مایک پنس په حضور کې د جمهوري ریاست انتخاباتو نتیجه تائیدوله.

د متحده ایالاتو دې مخکني جمهور رئیس په اعلامیې کې دا هم ویلي چې ځانګړي مفتش جیک سیمت ورته یوازې څلور ورځې وخت ورکړی چې فدرالي منصف هیت ته راپور ورکړي او زیاتوي چې د چارواکو لخوا یې نیول کیدل او رسمي تورنیدل ژر پیښدونکي دي.

د متحده ایالاتو د قانون له مخې که یو مظنون د منصفه هیت د پلټنو سره مخ کیږي، معمولاً ورته دا فرصت ورکول کیږي چې پرې د لګیدولو تورونو په ځواب کې د خپل ځان په استازیتوب شاهدي ورکړي خو هغوي چې قضیه یې جنایي وي، بیا دا غوره ګڼي چې محکمه دایره شي.

د متحده ایالاتو لوی څارنوال مریک ګارلینډ تیر کال د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په هکله د دوو فدرالي تحقیقاتو د مخته وړلو لپاره سابقه لرونکی څارنوال جیک سمیت د ځانګړي مفتش په توګه وګماره.

ښاغلی سمیت به د مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په هکله د دوو فدرالي تحقیقاتو مشري په غاړه ولري چې د عدلې وزارت د چارواکو لخوا اوس مهال پر مخ وړل کیږي.

د عدلې وزارت پدې تحقیقات کوي چې آیا کوم شخص یا ادارې په ۲۰۲۰ کال کې چې مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ انتخابات وبایلل، د واک د انتقال او یا د ۲۰۲۱ کال د جنوري په ۶مې نیټې په کانګرس کې د انتخاباتي کالج د رایو په بهیر کې په غیر قانوني توګه لاس وهلی که نه.

دویمه موضوع چې د ښاغلي ټرمپ څخه پکې ترې تحقیقات کیږي، د محرمو اسنادو او سوابقو سره د ښاغلي ټرمپ چلند دی او آیا دا چې هغه پدې هکله د تحقیقاتو مخنیوی کړی که نه.

خو ښاغلي ټرمپ د خپل ځان پر ضد دواړه تحقیقات غندلي دي او دا یې په انتخاباتو کې لاس وهنه بللې.

هغه د اعلامیې په پای کې لیکلي، " دا زمونږ د ملت لپاره یوه ډیره تیاره شیبه ده".

ډونالډ ټرمپ ادعا کوي چې هیڅ جرم یې ندی کړی او دا پلټنې او نورې قضیې چې د هغه په خلاف په محکمو کې روانې دي داسې هڅې بولي چې په وینا یې دموکراتان کوښښ کوي دی بیا جمهور رئیس نشي.

XS
SM
MD
LG