د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې ښایي سوریه د هغو هېوادونو له لېسته وباسي چې واشنګټن یې د ترهګرۍ د ملاتړو دولتونو په توګه پېژني.
ولسمشر ټرمپ دا څرګندونې د چهارشنبې په ورځ (د جولای ۸مه) له خبریالانو سره د خبرو پر مهال وکړې. ښاغلي ټرمپ په ترکیې کې د ناټو د سرمشریزې په یوې جلا غونډې کې د سوریې له ولسمشر احمد الشرع سره د لیدنې مخکې د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «فکر کوم چې دا کار به وکړم.»
متحدو ایالتونو تر دې مخکې هم ویلي وو چې د سوریې د ترهګرۍ د ملاتړي دولت په توګه د نومولو په اړه بیاکتنه کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وروسته وویل چې ولسمشر ټرمپ کانګرس ته خبر ورکړی چې د سوریې لدې لیست څخه د سوریې د نوم ایستلو نیت لري.
د امریکا له خوا د یوه هېواد د ترهګرۍ د ملاتړي دولت په توګه نومول د امریکا پر بهرنیو مرستو، دفاعي صادراتو او ځینو مالي راکړو ورکړو محدودیتونه لګوي.
د سوریې د نوم احتمالي لرې کېدل به د واشنګټن او دمشق په اړیکو کې یو مهم بدلون وګڼل شي، ځکه چې امریکا له کلونو راهیسې پر سوریې یو لړ سیاسي او اقتصادي بندیزونه لګولي دي.
تر اوسه سپینې ماڼۍ د دې اقدام د عملي کېدو لپاره کومه مشخصه نېټه نه ده اعلان کړې.
فورم \ دبحث خونه