د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ وايي د سوریې نوم ښايي د ترهګرۍ د ملاتړو له لیسټ څخه وباسي

د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چهارشنبې په ورځ (جولای ۸) د ترکیې په انقره کې، د ناټو د سرمشریزې په څنډه کې د سوریې له ولسمشر احمد الشرع سره د لیدنې پر مهال وویل چې متحده ایالتونه ښايي سوریه د هغو هېوادونو له نوملړ څخه وباسي چې امریکا یې د ترهګرۍ ملاتړي بولي.

ولسمشر ټرمپ د خبریالانو ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا هغه به له دې نوملړ څخه د سوریې نوم لیرې کړي، وویل: «هو، فکر کوم چې دا کار به وکړم. ولې یې ونه کړم؟» ټرمپ الشرع ته په اشارې، زیاته کړه: «هغه ډیر ښه کار کړی دی.»

په دغه نوملړ کې شمولیت د امریکا بهرنۍ مرستې، د دفاعي توکو صادرات او ځینې مالي راکړې ورکړې محدودوي. واشنګټن مخکې ویلي وو چې د سوریې د وضعیت بیاکتنه کوي، او د امریکا د کانګرس ځینو غړو هم غوښتنه کړې چې سوریه له دغه نوملړه وایستل شي، ځکه چې په ۲۰۲۴ کال کې د بشار الاسد له واکه تر لرې کېدو راهیسې وضعیت ښه شوی دی.

ددې کتنې په پیل کې ټرمپ د احمد الشرع ستاینه وکړه. الشرع د هغو وسله والو مشري کړې وه چې د بشار الاسد حکومت یې نسکور کړ.

ټرمپ وویل: «هغه د ولسمشر په توګه په رښتیا هم ډېر ښه کار کړی دی.» او زیاته یې کړه چې الشرع «په ډېر لنډ وخت کې هېواد یو موټی کړی دی.» ټرمپ د سوریې ولسمشر «پیاوړی شخصیت» او «ستر رهبر» وباله، او ویې ویل چې «ټول خلک، زما په ګډون، ورته درناوی لري.»

ټرمپ وویل چې له دې وړاندې په سوریې باندې د امریکا د بندیزونو لیرې کول «یو لوی مثبت ګام» و، او سوریه یې «ډېر باثباته هېواد» وباله.

احمد الشرع د سوریې د خلکو او د امریکا د ولسمشر د هغې پرېکړې ستاینه وکړه چې بندیزونه یې لرې کړل، او ویې ویل چې دې کار د هېواد د بیا رغونې له بهیر سره مرسته کړې ده.

د سوریې ولسمشر وویل: «موږ د هېواد د خپلواکۍ او د ستونزو د حل په برخه کې لویه لاسته راوړنه لرلې ده. لکه څنګه چې ولسمشر ټرمپ وویل، موږ په یو نیم کال کې د هېواد د یووالي، د خلکو د راټولولو او د هېواد د سمې لارې پر لور د بېرته ګرځولو په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی دی.»

ولسمشر ټرمپ ددې پوښتنې په ځواب کې چې ایا سوریه کولای شي په ګاونډي لبنان کې د ایران ملاتړې حزب‌الله ډلې په اړه مرسته وکړي، هغه وویل: «هغوی مرسته کولای شي. وروسته به یې ووینو. زما په اند موږ ډېر پرمختګ کوو.»

ټرمپ د جون په میاشت کې د اوو سترو صنعتي هېوادونو (جي۷) د سرمشریزې په څنډه کې ویلي وو چې په لبنان کې د اسرائیل او حزب‌الله ترمنځ جګړه ډیره اوږده شوې او «ډېر خلک وژل کېږي.» اوس مهال د دواړو لورو ترمنځ یو نازک اوربند پلی شوی دی.

احمد الشرع تر دې مخکې دا ادعا رد کړې وه چې ګواکې سوریه به په لبنان کې پوځي مداخله وکړي. هغه د جون په ۱۳مه په دمشق کې وویل: «ځینې خلک دا اوازې خپروي چې سوریه به په لبنان کې مداخله وکړي، خو دا خبره سمه نه ده.»

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG