د لاس رسي وړ اتصالات

ټرمپ: د چين د جمهور رئیس سره پر ایران او نورو موضوعاتو غږیږم

د متحده ایالاتو جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ وایي چې د چین د جمهور رئیس شي جین پنګ سره به د ایران په ګډون په ګڼ شمیر موضوعاتو خبرې اترې وکړي.

د چین جمهور رئیس په درې ورځني رسمي سفر متحده ایالاتو ته راغلی چې د هرکلي لپاره یې پخپله جمهور رئیس ټرمپ او میرمن یې میلانیا ټرمپ د انډریوز هوایي ډګر ته ورغلي و او په هوایي ډګر کې سرې غالۍ هم غوړول شوې وې.

جمهور رئیس ټرمپ د چین مشر ته د ښه راغلاست ویلو وورسته په سپینې ماڼۍ کې خبریالانو سره د خبرو پر مهال د یوې پوښتنې په ځواب کې چې آیا د چین د جمهور رئیس سره به د ایران په موضوع وغږیږي او که نه وویل، " وبه ګورو. زه به پدې هکله (ایران) او نورو ډیرو موضوعاتو وغږیږم. خو هر څه ښه روان دي – د دې (ایران موضوع) په ګډون".

جمهور رئیس ټرمپ تر دې وړاندې د چین د جمهور رئیس ستاینه کړې وه چې د ده په وینا یې ایران ته د وسلو ورکولو ډډه کړې وه.

ټرمپ د روان میلادي کال د جولای په میاشت کې د دې موضوع په هکله په خپل ټروت سوشل حساب کې لیکلي و، "جمهور رئیس شي د چین په بیجینګ کې زموږ په وروستۍ غونډه کې راته وویل چې په هیڅ وجهه به د ایران په اسلامي جمهوري وسلې نه پلوري او نه ورکوي. په هغه بیان کې د چین کمپنۍ هم شاملې وې."

د چین جمهور رئیس شي جین پنګ د می په میاشت کې په بیجینګ کې د ټرمپ کوربه توب وکړ چې د دواړو مشرانو شخصي یې اړیکې ښودلې او د "ستراتیژیک ثبات رغنده اړیکو" لپاره یې هیله ښودلې وه، پداسې حال کې چې د دوی اصلي شخړې او د تاوتریخوالي جرړې ختمې شوې نه دي.

د چین مشر په درې ورځني رسمي سفر متحده ایالاتو ته راغلی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG